Asset 1SWN

سلام وطندار

ا.ا امنیت شورا ته: اندېښنې مو درک کوو، خو د شریعت خلاف اقداماتو ته اجازه نه ورکوو

ARG-222-psycjb84rwihwfplg3vp364gejijjzkm1jwvou6iyw

د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ناستې ته په غبرګون کې پر ټویټر لیکلي چې اسلامي امارت د دې شورا اندېښنې درک کوي، خو په وینا یې، هڅه کوي چې ټولې چارې «د اسلامي شریعت» په چوکاټ کې تنظیم کړي.

هغه لیکلي: «د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې په اړه باید ووایم چې د ا.ا.ا د هغوی اندېښنې درک کوي، خو اسلامي امارت هڅه کوي چې ټولې چارې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې تنظیم کړي؛ ځکه د دین او خلکو پر وړاندې د مسوولیت احساس له مخې نه‌شي کولای چې هېواد کې د شریعت خلاف اقداماتو ته اجازه ورکړي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی چې نړیوال سازمانونه او هېوادونه باید د افغانستان وضعیت او د خلکو دیني غوښتنې درک کړي او بشردوستانه مرستې له سیاسي مسایلو سره ونه تړي.

مجاهد لیکلي چې اسلامي امارت په هغو ټولو برخو کې همکارۍ ته تیار دی چې له دیني اصولو او د هېواد له ارزښتونو سره برابرې وي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۱ غړیو په یوه ګډه خبرپاڼه کې د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او له اسلامي امارت څخه یې غوښتي چې ژرترژره د په دې برخه کې خپلې ټولې پرېکړې لغوه کړي.

په دې ګډه خبرپاڼه کې چې البانیا، برازیل، اکواډور، فرانسې، ګابن، جاپان، مالت، سویس، عربي متحده اماراتو، بریټانیا او د امریکا متحده ایالاتو لاسلیک کړی، د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د اسلامي امارت اقدامات «ظالمانه» بلل شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک‌ وڅارئ

په خبرپاڼه کې له اسلامي امارت څخه غوښتل شوي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ۲۵۹۳ شمېرې پرېکړه‌لیک کې د افغانستان پر ژمنو ودرېږي او د افغان ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي او په سیاست، اقتصاد، زده‌کړو او د ټولنې په نورو برخو کې ورته ونډه وکړي.

خبرپاڼې ټینګار کړی چې په مرستندویه برخو کې د ښځو له بشپړ ګډون پرته به نادولتي سازمانونه اړمنو، په تېره ښځو او نجونو ته خدمتونه وړاندې او د هغوی لاسنیوی وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام