Asset 1SWN

طالبانو په تورخم کې دوه خبریالان وهلي

د اسلامي امارت ځواکونو نن په تورخم ښارګوټي کې د طلوع نیوز خبریال صداقت غورځنګ او د جاج نیوز وېب‌پاڼې خبریال جاوید رازمند وهلي ټکولي دي. دغه خبریالان وايي چې پاکستان ته د مسافرو د تګ په اړه د راپور جوړولو په موخه یاد ښارګوټي ته تللي وو او د طالبانو له لوري نه یوازې وهل شوي، بلکې ځینې وسایل یې هم مات شوي دي.

د دوی په وینا، که څه هم د تورخم کمیسارۍ چارواکو سیمې ته د تللو او راپور جوړولو اجازه ورکړې وه، خو طالبانو بیا هم ووهل او وسایل یې ور مات کړل.

سلام‌وطندار پر فېسبوک‌ وڅارئ

په همدې حال کې د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي چې د خبریالانو د وهلو ډبولو پېښه د ناسم پوهاوي له امله رامنځته شوې او دوی ترې بښنه غواړي.  دغه ریاست ژمنه کوي چې د خبریالانو د مات شویو وسایلو تاوان به هم ورکړي.

دا لومړی ځل نه دی چې د اسلامي امارت ځواکونه پر خبریالانو لاس پورته کوي، بلکې د تېرې پنجشنبې په ورځ یې هم په کابل کې د ښځو او مدني فعالانو د لاریون پر مهال نه یوازې خبریالان وهلي وو، بلکې کنځلې یې هم ورته کړې وې.

افغان خبریالان تر دې وړاندې هم څو ځله د ښځو، مدني فعالانو او ځوانانو د لاریونونو او اعتراضونو پر مهال د طالبانو له تاوتریخوالي سره مخامخ شوي وو.

د سلام‌وطندار پښتو ټویټرپاڼه وڅارئ

خبریالان د رسنیو او بیان ازادۍ په برخه کې اوسنی حالت د اندېښنې وړ بولي او وايي، د دوی د ستونزو هواري لپاره دې کوټلي ګامونه اوچت شي او اجازه دې ورکړل شي چې په هېواد کې د روان وضعیت په اړه خلکو ته پر وخت معلومات ورسوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام