د پکتیکا زلزله‌ځپلي: موسسې ولاړې، موږ یې بې‌کوره پرېښودو

د پکتیکا د ګیان ولسوالي یوشمېر اوسېدونکو چې کورونه یې په اوړي کې د زلزلې له امله نړېدلي سلاموطندار ته ویلي، د څو میاشتو په تېرېدو لا هم د اوسېدو کورونه نه‌لري او د ژمي سړې شپې او ورځې په خیمو کې تېروي. دوی وايي، یوشمېر موسسو چې د دوی لپاره د استوګن‌ځایونو ژمنې کړې وې، کورونه یې ناجوړ پريښي او له سیمې وتلې دي.

ا.ا امنیت شورا ته: اندېښنې مو درک کوو، خو د شریعت خلاف اقداماتو ته اجازه نه ورکوو

د ا.ا ویاند ذبېح‌الله م.جاهد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ناستې ته غبرګون کې لیکلي چې اسلامي امارت د دې شورا اندېښنې درک کوي، خو په وینا یې، هڅه کوي چې ټولې چارې «د اسلامي شریعت» په چوکاټ کې تنظیم کړي. هغه لیکلي چې ا.ا په هغو ټولو برخو کې همکارۍ ته تیار دی چې له دیني اصولو او د هېواد له ارزښتونو سره برابرې وي.

بې‌پولې ډاکټران: افغانستان کې د ښځینه ناروغانو او کارکوونکو راتلونکې له ګواښ سره مخامخ ده

د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان پرون جمعه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، هېڅ رسمي ضمانت نشته چې دغه سازمان له کوم خنډ پرته خپل کار ته دوام ورکړي.
د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان په وینا، ګڼ‌شمېر هغه ښځې چې له دغه سازمان سره کار کوي، ناهیلې شوي او د راتلونکې په اړه وېره لري.