Asset 1SWN

سلام وطندار

اوچا: د افغان ښځو پر کار بندیز د مرستو رسولو بهیر ټکنی کړی

OCHA-1212-q0naqrrfrp5adxjt6h5wr2qg8vr554pfbj840cuxzc

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وایي، په کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې د افغان ښځو پر کار د اسلامي امارت بندیز اړمنو کورنیو، په تېره ښځینه‌وو ته د مرستو رسولو بهیر ټکنی کړی دی.

اوچا وايي، په لرو پرتو سیمو کې هوا تر منفي۳۵ درجو پورې رسېدلې او په نادولتي ادارو کې د ښځو نه موجودیت د ګڼ‌شمېر دفترونو کارونه، په تېره اړمنو کورنیو ته د بشري مرستو رسولو بهیر له خنډ او ځنډ سره مخ کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې یوشمېر مېرمنې چې مخکې یې په نادولتي موسسو کې کار کاوه، خو اوس وزګاره دي، د ژمي په را رسېدو سره له ستونزو سر ټکوي.

فروزان داوودزۍ چې مخکې یې په یوه نادولتي موسسه کې کار کاوه، خو اوس په کور کې ناسته ده، خپلې راتلونکې ته اندېښمنه ده. نوموړې وايي، اقتصادي ستونزو نه یوازې دا او بچیان یې له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي، بلکې پر اروايي ناروغیو یې هم اخته کړې ده.

صالحه (مستعار نوم) هم مخکې د بشري مرستو رسولو د یوې ادارې کارکوونکې وه، خو اوس دنده نه لري او د پنځه‌کسیزې کورنۍ چلولو ته حیرانه ده. هغه هم وایي، د کور بل سرپرستي ور پر غاړه ده، خو دا چې دنده نه لري، حیرانه ده چې خپله کورنۍ څنګه وچلوي.

خو د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب وايي، پر داسې طرحې کار روان دی چې په بشپړېدو سره به یې په ښځې بېرته خپلو دندو ته ور وګرځي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

اسلامي امارت شاوخوا ۲۰ ورځې وړاندې په کورنیو او نړیوالو نادولتي موسسو کې د ښځینه‌وو کار تر بل امر پورې وځنډاوه. د اسلامي امارت دې پرېکړې په ملي او نړیواله کچه سخت غبرګونونه را وپارول او د ملګرو ملتونو امنیت شورا تازه له اسلامي امارت څخه غوښتي چې د ښځو پر وړاندې شته محدودیتونه لرې او هغوی ته د زده‌کړو او کار اجازه ورکړي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام