Asset 1SWN

کابل کې شاوخوا ۶۰ نجونې له یوکلنو مسلکي زده‌کړو فارغې شوې

نجونې

د «راه دانش» مسلکي زده‌کړو او خیاطۍ مرکز مسوولانو نن په دغه مرکز کې هغو ۶۰ نجونو ته چې د تېر یوه کال پر مهال یې د خیاطۍ، څرمن ګنډلو، انځورګرۍ، خطاطۍ او ځینو نورو لاسي صنایعو په برخو کې زده‌کړې کړې وې، د فراغت سندونه ورکړل.

د دغه مرکز مشره حسنا رووفي وايي، د مارچ د اتمې یا د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت یې په کابل کې د یوشمېر ښځو او نجونو په ګډون د مسلکي زده‌کړو له کورس څخه د دغو نجونو فراغت ونمانځه.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه زیاتوي چې د ښځو لپاره یې د دغه روزنيز کورس د جوړېدو موخه هغوی ته د مسلکي زده‌کړو د اسانتیاوو برابرول او د دغو نجونو پر ځان بسيا کول دي.

نوموړې زیاتوي: «دا یو کلن پروګرام و. شاوخوا ۶۰ نجونې چې ۳۰ په غونډه کې شته، فارغې شوې. هغه نجونې چې له دغه مرکز څخه فارغېږي، په بېلابېلو برخو کې د هغوی تخصص ته په کتو مو وکولای شول چې ۲۵ نجونې بېرته پر کار وګومارو.»

يوشمېر نجونې چې له دغه روزنیز مرکز څخه تازه فارغې شوي وايي، د ځان بسياينې په موخه يې د دغه مرکز په روزنيز کورس کې برخه اخيستې وه.

مريم عطا او مرسل وايي، د نجونو پر زده‌کړو د ا.ا له بنديز وروسته يې مسلکي زده‌کړو ته مخه کړه، څو په یادو برخو کې کار ته تیارې شي. دوی زیاتوي:

«ښه احساس لرم چې په دې دوره کې فارغه شوم؛ ځکه د کار اسانتیاوې برابرې نه‌دي او موږ به وکولای شوو له دې لارې د ځان او کورنۍ مالي ملاتړ وکړو.»

«نږدې یو کال کېږي چې په دغه مرکز کې کار کوو؛ خیاطي او څرمن ګنډل مې زده کړل؛ ډېر مهارتونه مې زده‌ کړل، ډېر مې خوښېږي چې د رسامۍ برخه کې کار او پرمختګ وکړم.

په همدې حال کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د سوداګریزو چارو مرستیال خیرالدین مایل احمدي وايي، د اسلامي شریعت له معیارونو سره سم په هېواد کې د فعالو ښځو ملاتړ کوي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

نوموړی زیاتوي: «ټولې ښځې او نارینه دې د اسلامي حجاب په پام کې نیولو سره خپل مسلک او کار ته دوام ورکړي. ډاډ درکوو چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه به مو د تولید او کار برخه کې ملاتړ کوي.»

دا داسې مهال ده چې د نجونو پر زده‌کړو د اسلامي امارت له بندیز لګولو وروسته ډېری ښځینه زده‌کوونکو مسلکي زده‌کړو ته مخه کړې او هڅه کوي له دې لارې عاید ترلاسه کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام