په کابل کې د یوې موسسې له لوري له زدهکړو او کار څخه محرومې ۸۰ نجونې او مېرمنې د مسلکي زدهکړو له یوې شپږمیاشتنۍ دورې څخه فارغې شوې.
د «شفق» موسسې مشره لیدا شفق عظیمي چې له زدهکړو او کار څخه بېبرخې نجونو ته یې د مسلکي زدهکړو شپږمیاشتنی پروګرام جوړ کړی وايي، یادې نجونې په کور کې د پاتې کېدو له فشارونو ژغورل شوي، وړتیا یې ترلاسه کړې او دوی ورته د پنځه زره امریکايي ډالرو په لګښت د مسلکي زدهکړو اسانتیاوې برابرې کړې دي.
د سلاموطندار پښتو برخه دلته وڅارئ
د هغې په وینا، هڅه کوي هغه نجونې چې تازه له دغو مسلکي زدهکړو فارغې شوي، په خپل بنسټ کې ورته د کار اسانتیاوې هم برابرې کړي.
یوشمېر هغه نجونې چې د مسلکي زدهکړو له دې لنډمهالې دورې فارغې شوي، له اسلامي امارت څخه غواړي چې د کارموندنې په برخه کې همکاري ورسره وکړي. ارزو حیدري او رخسار فیضي وايي:
«د ګنډلو، خیاطۍ، د ګرافیک اوبدلو او غاړې ګنډلو برخو کې مو شپږ میاشتې زدهکړې وکړې. موږ ته دې د کار اسانتیاوې برابرې شي، دولسم ټولګی مې هم خلاص کړی، دوه کاله مې پوهنتون هم لوستی، همداسې کېناستل مې ونه غوښتل، هڅه مې وکړه چې لږترلږه یو هنر زده کړم.»
«زموږ غوښتنه دا ده چې ماشین او وسایل راته برابر کړي؛ مسلکي شوو، ماشین نه لرو چې کار وکړو. شپږ میاشتې مو په لاس ګنډل، څو کورنۍ دنده وړاندې کړو. له یوولسم ټولګي مې زدهکړې وکړې چې وتړل شو، ومې نه غوښتل چې په کور کې پاتې شوو، بېبرخلیکه پاتې شم.»
په همدې حال کې د دغو نجونو کورنۍ وايي، له هغه وروسته چې چې هېواد کې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه وتړل شول، دغه ډول لنډمهالې ښوونیزې دورې یې د لورګانو د وړتیا لوړونې برخه کې ښې او ګټورې تمامېږي.
د دوی په وینا، اوس چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلي، پر ژور خپګان د هغوی د اخته کېدو او اندېښنو د مخنیوي لپاره یې پهکار ده چې پر کار بوختې شي.
د دې ښوونیزې دورې ګڼشمېر برخهوال له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوي چې د کار په بازار کې ورته کاري فرصتونه برابر او هراړخیز ملاتړ دې یې وکړي.