Asset 1SWN

کابل کې د کورونو او ځمکو کاروبار ۷۰ سلنه کم شوی

kabul-770x434-1

په کابل ښار کې د یوشمېر معاملاتو د لارښوونې دفترونو مسوولان وايي، د ا.ا له لوري د شرعي قبالو د صادرولو په بهیر کې ځنډ او د هېوادوالو د اقتصادي ستونزو له امله د کورونو او ځمکو د پېر او پلور کاروبار ۷۰ سلنه کم شوی دی.

د معاملاتو د لارښوونې یوه دفتر مسوول سیدیوسف قِدیس وايي، د کور او ځمکې د خرڅلاو او شرعي قبالې ترلاسه کولو بهیر له پنځو میاشتو زیات وخت نیسي او دغه وضعیت یې پر کاروبار منفي اغېز کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، مخکې به د کورونو او ځمکو پېر او پلور او د قبالو ورکول د محکمې اړوند وو، خو اوس یې د ځمکو اداره پر مخ بیايي چې د مسلکي کسانو نه لرلو له کبله یې چارې ځنډول کېږي.

محمد کريم چې له تېرو ١٧ کلونو راهيسې د معاملاتو د لارښوونې دفتر لري هم وایي، په دې ورځو کې يې ډېرى پېرودونکي هغه کسان دي چې د اقتصادي ستونزو له امله خپل کورونه او ځمکې پلوري. د هغه په خبره، د خلکو اقتصاد کمزوری دی او چا چې پیسې لرلې، بهر تللي؛ نو ځکه څوک د لوړبیه کورونو او ځمکو پوښتنه نه کوي.

په کابل ښار کې د معاملاتو د لارښوونې دفتر مسوول فريد بیا وايي چې د کور او ځمکې د پېر او پلور کاروبار د ټکني کېدو يو لامل پر راتلونکي د خلکو بې‌باوري ده او نه غواړي په اوسنیو شرایطو کې پانګونه وکړي.

خو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو ادارې مسوولان د دغه ریاست له‌خوا د شرعي قبالو د ورکړې بهیر کې ځنډ ردوي او وايي، د دغه ریاست د طرزالعمل پر بنسټ، د شرعي سند د ترلاسه کولو غوښتنې په اسانۍ او لنډ وخت کې څېړل کېږي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د دې ادارې مرستیال سعیدالرحمان مظهري سلام‌وطندار ته وویل: «مخکې د قبالو د اجرا بهیر تخنیکي ستونزې لرلې، موږ دا ستونزې حل کړې. څوک چې راځي، د قبالې چارې یې ډېر ژر بشپړېږي. اوس یوازې په کابل کې له زر تر دوو زرو قبالو پراسېس روان دی او په نورو ولایتونو کې یې هم شمېرې توپیر لري، خو پراسېس کېږي.»

کابل کې د کورونو او ځمکو کاروباریان داسې مهال د بازار نشتوالي او د قبالو د پراسېس برخه کې د ځنډ په اړه شکایت کوي چې د افغانستان سترې محکمې تر دې وړاندې په برښنايي او کاغذي بڼه د شرعي قبالو د وېش خبر ورکړی و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام