طالبانو هر هغه هېواد ته خبرداری ورکړی چې وغواړي له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته هم د کابل هوايي ډګر د امنیت ساتلو په موخه خپل سرتېري پرېږدي. دغې ډلې نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د هېڅ هېواد د ځواکونو پاتې کېدل ورته د منلو نه دي.

د طالب ډلې په خبرپاڼه کې لیکل شوي: «د افغانستان د هرې لوېشتې خاورې، هوايي ډګرونو او د سفارتونو د امنیت ساتل د افغانانو مسوولیت دی. هېڅوک باید په هېواد کې د خپلو سرتېرو د پرېښودو تمه ونه لري او نه باید هغه څه وکړي چې د خلکو او هېوادونو ترمنځ د اړیکو خرابېدو لامل شي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

طالبانو خبرداری ورکړی، که هر هېواد په افغانستان کې خپل نظامیان پرېښودل، دوی به د «اشغالګر» په سترګه ورته وګوري.



د ترکیې راډیو ټلوېزیون د راپور پر بنسټ، ترکي چارواکو د روانې زېږدیزې میاشتې په لومړیو کې ویلي و چې انقرې د ناټو سازمان د مې میاشتې په غونډه کې وړاندیز کړی و چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د کابل هوايي ډګر د امنیت ساتنې مسوولیت دوی ته وسپاري.

د سلام‌وطندار پښتو برخه پر ټویټر هم وڅارئ

د ترکیې د دفاع وزیر حلوصي اکار د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ وویل چې د انقرې وړاندیز د خپلو متحدانو له مالي او سیاسي ملاتړ سره تړلی دی.

نوموړي وویل، له هغه وروسته چې امریکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو د اېستلو پرېکړه وکړه، ترکیې د کابل هوايي ډګر د امنیت ساتلو په اړه د ډاډ ورکولو په موخه دغه وړاندیز وکړ او په تړاو یې له ناټو او امریکا سره خبرې اترې روانې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام