هندوستان ټایمز راپور ورکړی چې هند د لومړي ځل لپاره د طالبانو د سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر په ګډون، له ځینو نورو طالب چارواکو سره اړیکه نیولې ده. د هندوستان ټایمز د راپور له مخې چې نن خپور شوی، دا اړیکه د امنیتي چارواکو له لوري نیول شوې ده.

ځینو سرچینو هندوستان ټایمز ته ویلي چې هند یوازې له هغو طالب مشرانو سره اړیکه نیولې چې «ملي‌ګرا» او د پاکستان او ایران له نفوذ څخه لرې دي. د هند د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. طالبانو هم کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هندوستان ټایمز په راپور کې لیکل شوي چې هند د لومړي ځل لپاره د برادر په ګډون، د طالب ډلې له ځینو چارواکو سره اړیکه نیولې ده.



د هندوستان ټایمز خبریال د هند او طالب چارواکو ترمنځ دا اړیکه د هند په دریځ کې د پام بدلون یادوي. هند تر دې مخکې له طالب ډلې سره له هر ډول اړیکې څخه ډډه کړې او هغه یې یوه «ترهګریزه» ډله یاده کړې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په راپور کې لیکل شوي چې یادې اړیکې له څو میاشتو راهیسې روانې وې. سرچینې هندوستان ټایمز ته ویلي، که څه هم د هندي چارواکو او ملا برادر ترمنځ پیغامونه تبادله شوي، خو د دواړو لوریو ترمنځ د ناستې په اړه پرېکړه نه ده شوې.

یادو سرچینو ویلي چې هند له حقاني شبکې او د کوټې شورا له غړیو سره چې د پاکستان د پوځ استازي دي، اړیکه نه ده نیولې.

د طالب ډلې او هند ترمنځ د خبرواترو موضوع د تېر کال په غويي میاشت کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له لوري یاده شوه.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام