د طالب ډلې یو پلاوی په قطر کې د افغان دولت او طالبانو د مرکچیانو ترمنځ د سولې دویم پړاو خبرو له پيلېدو څه باندې دوه اوونۍ وروسته ایران ته تللی دی.

په دوحه کې د طالبانو د سیاسی دفتر ویاند محمدنعیم ویلي چې یاد پلاوی د ملاعبدالغني برادر په مشري او د ایران په رسمي بلنه یاد هېواد ته تللی دی.

د نوموړي په وینا، په دغه سفر کې به له ایران سره پر اړیکو، د افغان کډوالو پر ستونزو او د افغانستان او سیمې پر سیاسي او امنیتي وضعیت خبرې وشي.

په ورته وخت کې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغان حکومت ایران ته د طالب پلاوي د سفر په اړه خبر دی او تهران له دغه سفر وړاندې ورسره په دې اړه خبرې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب‌زاده هم رسنیو ته ویلي چې د طالبانو یو پلاوی ایران ته ورغلی دی. د هغه په خبره، یاد پلاوی به د ایران د بهرنیو چارو د وزیر تر څنګ، له ځینو نورو چارواکو سره وګوري او د افغان سولې پر اړوندو مسایلو به ورسره بحث وکړي.

خو د چارو شنونکي بیا طالبانو ته د ایران بلنه د نړیوالو او ډیپلوماټیکو اصولو خلاف بولي. د سیاسي چارو شنونکی یونس فکور وايي، د دولتونو ترمنځ اړیکې د دولتونو ترمنځ وي او سره له دې چې ایران افغان دولت په رسمیت پېژني، خو نړیوال قوانین او دوه‌اړخیزې دوستانه اړیکې نه ایجابوي چې د یوه دولت اورپکه ډله دې له بل دولت سره اړیکې ولري.

د هغه په وینا، د ایران دولت دا کار طالبانو ته چې د افغان دولت مخالفه ډله ده، د رسمیت ورکولو په مانا دی.

د سیاسي چارو یو بل شنونکی محب‌الله شریف هم د ایران له خوا د طالب پلاوي وربلل د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بولي او وايي، سره له دې چې ایران طالبان ترهګر بللي، خو بیا هم بلنه ورکوي او وینا یې، دا ښيي چې هغوی ته خپلې اړیکې او سټراټېژیکې موخې تر بل هر څه مهمې دي.

د هغه په وینا، ایران نه یوازې له طالبانو سره، بلکې له بلی هرې ډلې سره اړیکې ساتي، څو په بهر کې ترې د خپل امنیت لپاره ګټه واخلي.

که څه هم ایران څو ځله د وسله‌والو طالبانو پر مالي او تسلیحاتي ملاتړ تورن شوی، خو د دغه هېواد چارواکو له دې ډلې سره یوازې د اړیکو لرل تایید کړي دي.

د طالبانو لوړپوړي پلاوی داسې مهال ایران ته سفر کړی چې په قطر کې د افغان دولت او طالب ډلې د مرکچیانو ترمنځ څه باندې دوه اوونۍ وړاندې د سولې دویم پړاو خبرې پیل شوې، خو د راپورونو له مخې، تر اوسه یې په مذاکراتو کې کوم پرمختګ نه دی کړی.

بله‌خوا د دولت د سولې مرکچي پلاوي نادر نادري نن پر ټویټر لیکلي چې طالبان له تېرو ۹ ورځو راهیسې ورسره د جګړې د پای او سولې ته د رسېدو لپاره مخامخ بحث ته نه دي حاضر شوي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام