Asset 1SWN

د انګلستان او پاکستان ترمنځ ټسټ سیالي؛ انګلستان چټکه لوبه پیل کړې

350021

د انګلستان او کوربه‌ پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درېوو ټسټ سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ سیالي کې انګلستانۍ لوبډلې د پاکستان پر وړاندې شل اووره سیالي پیل کړې ده.

دغه ټسټ لوبه چې د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې پیل شوې، انګلستان یې پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د انګلستان د کرېکټ ملي لوبډلې شېبه وړاندې په ۲۵ اورونو کې ۱۶۶ منډې جوړې کړې وې او کوم لوبغاړی یې نه وو سوځېدلی. زاک کراولي په ۸۶ منډو او بېن ډاکېټ په ۷۶ منډو لوبه کوي.

دغه لوبې د ټسټ نړیوالې اتلولۍ سیالي دي چې د یادو هېوادونو ترمنځ به دویمه لوبه په ملتان او درېیمه هغه به په کراچۍ ښار کې ترسره شي.

د انګلستان او پاکستان ترمنځ د لومړۍ ټسټ لوبې له پیلېدو مخکې داسې راپورونه ورکړل شوی وو چې ښايي دغه ټسټ لوبه د یو‌شمېر انګلستاني لوبغاړو د ناروغۍ له امله وځنډېږي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

څو ورځې وړاندې د انګلستان او ویلز کرېکټ بورډ په یوې خبرپاڼه کې ویلي و چې پاکستان کې یې لوبغاړي ناروغان شوي دي. په هماغه ورځ ځینو رسنیو راپور ورکړ چې دغه لوبغاړي د خوړو له امله ناروغان شوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام