په کندهار کې سوداګر وایي چې د ډیورنډ پر فرضي کرښه د سپین‌بولدک-چمن پر سوداګریزه لاره پاکستاني چارواکي په یوه او بله پلمه دوی ته ستونزې جوړوي چې دې چارې یې پر سوداګرۍ اغېزه کړې ده.

دوی زیاتوي چې پر دغه لاره د مسافرو او کاریګرو د ګڼې‌ ګونې سربېره، دروازه کې ولاړ پاکستاني چارواکي هم د دوی د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد برخه کې ستونزې جوړوي او په وینا یې، دا ستونزه باید حل شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

افغان سوداګرو همداراز وايي چې پاکستانی لوری تر ډېره دغه ستونزه هغه مهال رامنځته کوي چې دغه ولایت کې د تازه مېوو د حاصلاتو د راټولولو وخت وي.

یوه سوداګر ملاسرور اغا سلام‌وطندار ته وويل:«موږ د پاکستان پر مشرانو غږ کوو چي زموږ سره د ستونزو په هواري کی مرسته وکړي او د پاکستان د حکومت څخه مو غوښتنه دا ده چي د لغړیانو لپاره دروازه جلا جوړه کړي چي د سوداګرۍ پرمهال ستونزي جوړوي.»

په ورته مهال سوداګر وايي، د سپین بولدک-چمن لاره د هېواد له مهمو سوداګریزو لارو څخه شمېرل کېږي چې د هېواد په کچه ځانګړي اهميت لري.

يوه بل سوداګر محمدعیسی هم له ورته ستونزې شکايت کوي او اسلامي امارت څخه غوښتنه کوي چې شته ستونزې دې حل کړي.

نوموړي وویل:«داخو معلومه خبره ده چې هر وخت پاکستان هغه مهال ستونزې جوړوي چې کله حاصلات ورسېږي، ماليات لوړ کړي، زموږ موټران نه پرېږدي، زموږ تازه مېوې هر وخت موټرو کې خرابېږي هم په تېر نظام کې او هم اوس، موږ د دغه ستونزو سره مخ يو.»

د سپین بولدک ولسوالي د سوداګرۍ خوني مسوولان بیا وایي، سپين بولدک کې ګمرکي اسانتیاوې ډېرې شوي او پاکستان سره دروازه کې هم د ستونزو د حل پر لارو چارو کار کوي.

د سوداګرۍ خونې مشرمحمد صدیق صدیقي وايي، د پخوا په پرتله ګمرکي اسانتیاوې زیاتې شوي، د فساد مخه نیول شوې او د سپين‌بولدک او چمن ترمنځ لاره کې د تګ‌راتګ لپاره نوي تاسیسات رغول شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

د سپين‌بولدک او چمن دروازه د سوداګريزو توکو او تازه مېوو د صادراتو او وارداتو مهمه لار ده، خو زيات کله دغه لاره د تازه مېوو د حاصلاتو د راټولولو پرمهال د پاکستان له‌خوا تړل کېږي چې له امله یې سوداګر زیان ویني.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام