د ځمکني ټرانسپورټ اتحادیې د هېواد لویو لارو کې د امنیت نه‌موجوديت او دغو لارو کې د ټرافیکو له لوري د اخاذیو څخه شکایت کوي او خبرداری ورکوي، که ستونزو ته یې رسېدنه ونه‌شي، مدني اعتراضونه به پیل کړي.

د يادې اتحادیې د انسجام شورا مشر طلا محمد اتمانزي کابل کې یوې غونډه کې وویل، دې وروستیو کې تر بل هر وخت زیات د هېواد لویو لارو کې ناامنۍ او په بېلابېلو نومونو اخاذۍ زیاتې شوي دي.

اتمانزي وویل، د دې پر ځای چې دولت د وزن کنټرول تلو او سکنرونو په نصب سره د پانګه‌والو ستونزې کمې کړي، پر خلاف يې د سوداګرو پر وړاندې ننګونې رامنځته کړې دي.

د نوموړي په وینا، د هېواد د لویو لارو وضعیت ډېر خراب دی او هره ورځ دغو لویو لارو کې د ټرانسپورټي شرکتونو دوه درې کارکوونکي مړه کېږي.

د ځمکني ټرانسپورټ اتحادیې د انسجام شورا مشر طلا محمد اتمانزی زیاتوي، د زابل د مرکز کلات «نورک» سیمه کې یوه پوسته ده چې د وسله‌والو مخالفانو کنټرول کې ده او تل د ټرانسپورټي شرکتونو کارکوونکو څخه مال او ژوند اخلي.

د طلا محمد اتمانزي په وينا، تر دې مخکې یې د لویو لارو امنیت په ځانګړې توګه د «نورک» پوستې په اړه د کورنیو چارو پخواني وزیر او د زابل امنیې قومندان سره خبرې کړي او که چېرې د دغې اوونۍ تر پایه د هغوی غوښتنو ته رسېدنه ونه‌شي، مدني اعتراضونه به پیل کړي.

د ټرانسپورټ په برخه کې یو له پانګه‌والو محمد ظریف وايي، د هېواد لویو لارو په ځانګړې توګه د هرات ـ کابل لویه لاره کې ناامنۍ او اخاذۍ د هرې ورځې په تېرېدو د زیاتېدو په حال کې دي.

د نوموړي په وینا، پولیس ټرافیک په بېلابېلو پلمو ورڅخه پیسې اخلي.

ومو غوښتل د دغه راپور په اړه د کورنیو چارو وزارت مسوولانو نظر هم ترلاسه کړو، خو پرله‌پسې هڅو سربېره بریالي نه‌شوو.

ټرانسپورټي شرکتونو تر دې وړاندې هم د ناامنیو او اخاذیو له کبله د هېواد لویې لارې نږدې درې اوونۍ تړلې وې چې له کبله یې د خوراکي توکيو بیې لوړې شوې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام