Asset 1SWN

څلورو حکومتي ادارو د اداري چارو اسانولو په موخه هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

7a52ead5-011e-4448-b6ff-8c7563ac30c1

یوشمېر افغانان په حکومتي ادارو کې پر وخت د خپلو کارونو نه ترسره کېدو په اړه شکایت کوي او وايي، د خپلو کارونو لپاره څو ځله بېلابېلو ادارو ته ورځي، خو چارې یې پر وخت سر ته نه رسېږي.

د کابل اوسېدونکی غلام‌محمد چې معلول هم دی او خپله تنخوا یې نه‌ده اخیستې، سلام‌وطندار ته ویلي چې که څه هم په تېر یونیم کال کې څو ځله بېلابېلو حکومتي ادارو ته د خپلو حقونو ترلاسه کولو په موخه ورغلی، خو لا یې هم په اخیستو نه‌دی بریالی شوی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وايي: «په تېر یونیم کال کې مې تنخوا نه‌ده اخیستې. د معلولیت کارت هم لرم او بایومټریک شوی یم، خو چې د شهیدانو او معلولانو چارو وزارت ته چې کله ورغلی یم، راته ویلي یې دي چې څو میاشتې وروسته مو تنخوا راځي. بیا ورغلو، ویې ویل چې په تلې میاشت کې یې درکوو. زموږ نیوکه دا ده چې ځینو تېر کال د دوو دورو اخیستی، موږ د یوې دورې هم نه‌دی اخیستی.»

عبدالله چې د کاپیسا ولایت یو متقاعد دی وايي، له تېرو درېوو کلونو راهیسې یې تنخوا نه‌ده اخیستې او اړوندې ادارې یې هم ستونزه نه‌ده حل کړې. نوموړی زیاتوي: «باور وکړئ دومره پیسې نه لرم چې د تګ‌راتګ کرایه مې ورکړم. اقتصادي ستونزې وروستي برید ته رسېدلي او د ۸۰۰۰۰ افغانیو په هیله چې نن یا سبا یې راکوي، په بازار کې مو پورونه اخیستي، څو خېټې پرې ماړه کړو.»

بله‌خوا د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې نن د اداري چارو اسانه کولو په موخه د شهیدانو او معلولانو چارو وزارت، کابل ښاروالي، او د چارو ادارې سره هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې رییس عبدالحنان عارف‌الله وویل، د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیکولو موخه د پېچلو ادارې پروسو اسانتیا او د مراجعه‌کوونکو د سرګردانۍ مخنیوی دی. هغه وویل، عامه ادارې باید د خلکو ستونزې په بشپړې روڼتیا او پوره دقت سره حل کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ورته وخت کې د کابل ښاروالي د ښاري خدمتونو مرستیال محمدخالد سجستاني وویل، د اداري پروسو اسانولو لپاره د شهیدانو او معلولانو وزارت، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې او د کابل ښاروالي ترمنځ لاسلیک شوی هوکړه‌لیک لامل کېږي چې مراجعه‌کوونکي څو ورځې د خپلو چارو سر ته رسولو لپاره د ادارو د دروازو شا ته په تمه پاتې نه‌شي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانانو تل خپلو ستونزو ته د رسېدو لپاره د حکومتي ادارو د کم‌کارۍ، پېچلو اداري پروسو، د اړیکو پاللو او فساد په اړه شکایتونه کړي دي. ‎

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام