د کابل یوشمېر اوسېدونکي وايي چې هر کال هېواد کې د ژمي په رانږدې کېدو سره د برښنا نشتون له کبله له ګڼو ستونزو سره مخ وي.
د کابل اوسېدونکی معراجالدین وايي چې هره ورځ د مازدیګر له څلور د شپې تر لسو بجو برښنا نهلري او د برښنا نشتون دوی ته په یوې لویه ستونزې بدله شوې ده.
نوموړي سلاموطندار ته وویل: «کله چې برښنا ته اړتیا لرو نه وي او د مازدیګر له څلور د شپې تر لسو پورې برښنا ته ډېره اړتیا وي، خو له لسو بجو وروسته چې خلک ویده وي. برښنا راځي. د اسلامي امارت له مسوولانو غواړو چې دې برخې ته جدي توجه وکړي.»
په ورته مهال وسیم احمد چې کابل ښار کې کسبګر دی، سلاموطندار ته وايي چې د برښنا نشتون یې کار زیانمن کړی او د خپلې اړتیا وړ برښنا لپاره له سهار تر مازدیګره له جنراټور څخه استفاده کوي.
بلخوا د برښنا شرکت مسوولان کابل کې د برښنا پرېکدو ستونزه له ازبکستان څخه وارداتي برښنا کې د تخنیکي ستونزې رامنځته کېدل بولي او وايي چې ډېر ژر به دغه ستونزه هواره شي.
سلاموطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ
د یادونې وړ ده چې کابل کې د برښنا نشتون د پلازمېنې د اوسېدونکو پر ژوند منفي اغېز کړې او کسبکارانو ته اقتصادي زیانونه هم اړولي دي.