Asset 1SWN

کابل ښاریان: د ژمي له را رسېدو مخکې د برښنا پرچاوي سره مخ یوو

ap_21259567502668

د کابل یو‌شمېر ښاریان وايي چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د برښنا پرچاوي زیاته شوې چې له امله یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

کابل ښاریان وايي، که څه هم تراوسه ساړه ژمي ته ورځې پاتې، خو په وینا یې چې د برښنا د پرچاوۍ ستونزې زیاتې شوي او دوی یې راروان ژمي ته اندېښمن کړي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دوی زیاتوي چې کله یې برښنا ته اړتیا وي، برښنا یې نه وي او ټول کارونه یې برښنا پورې تړلې دي. کابل کې د یوه تولیدي شرکت کارکوونکی امیرمحمد وايي چې ټوله ورځ یوازې یو ساعت برښنا لري.

د کابل یو بل اوسېدونکی عبدالقدیر هم وايي، د برښنا پرچاوي زیاته شوې او نه‌شي کولای ورڅخه استفاده وکړي. د نوموړي په وینا، د ورځې له یوولس د مازدیګر تر څلور بجو برښنا لري او د اړتیا پر وخت د شپې له‌خوا برښنا نه‌لري.

په ورته وخت کې د برښنا شرکت عملیات رییس صفي‌الله احمدزی وايي، د ازبکستان د وارداتي برښنا یو سرکت تخنیکي ستونزه پیدا کړي چې له امله کابل کې د برښنا پرچاوي زیاته شوې ده. د نوموړي په وینا، دوی هڅه کوي چې د کابل اوسېدونکي ژمي کې د برښنا کمښت ستونزې سره مخ نه‌شي.

نوموړي وویل: «اته ورځې وړاندې د ازبکستان د وارداتي برښنا یو سرکت تخنیکي ستونزه پیدا کړې چې له امله برښنا پرې شوې او هڅه کوو چې ژمي کې کابل ښاریان د برښنا له کمښت سره مخ نه‌شي.»

په همدې حال کې د برښنا شرکت ویاند حکمت‌الله میوندي وايي، د ۵۴۵ زوراکو او د مخکیني حکومت د چارواکو له ډلې چې دوی څخه پوروړي وو، ۲۰۱ کسانو یې د مصرف کړې برښنا لګښت تحویل کړی دی.

نوموړي وویل: «د مخکیني حکومت او زورواکو له ۵۴۵ پوروړو څخه ۲۰۱ کسانو یې برښنا شرکت خپل پورونه ورکړي چې پنځه څلوېښت میلیونه او پنځه سوه او پنځه ويشت زره او څلور سوه او څلور افغانۍ ترې راټولې شوې دي.»

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

د یادونې ده چې د کابل اوسېدونکي هر کال د ژمي پر مهال د برښنا کمښت ستونزې سره مخ کېږي، خو مسوول چارواکي نه دي توانېدلي چې ژمي کې د برښنا پرچاوۍ ستونزه چې هېوادوال له جدي ننګونو سره مخ کوي، حل کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام