د برښنا شرکت مسوولانو نن کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال خپل کلنی راپور له رسنیو سره شریک کړ.
د برښنا شرکت د عملیاتي چارو رییس صفيالله احمدزي د یاد شرکت د کلني راپور د وړاندې کولو پرمهال وویل چې دا مهال هېواد کې ۳۸سلنه خلک د برښنا له نعمت څخه برخمن دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
صفيالله احمدزي همداراز زیاته کړه چې برښنا شرکت په دې وروستیو کې د برښنا ستونزو هواري برخه کې فعالیتونه زیات کړي او هڅه کوي چې هېواد کې د برښنا تولیدي سرچینې زیاتې او په کور دننه برښنا تولید کړي.
د برښنا شرکت د عملیاتي چارو رییس له نړیوالو تمویلوونکو هم غوښتنه وکړه چې خپلې پاتې نیمګړې پروژې دې بشپړې کړي.
نوموړي همداراز وویل چې په وروستیو میاشتو کې د وارداتي برښنا ۱۴ ستنې نړول شوي چې دغه شرکت د خپلو تخنیکي کارکوونکو پرمټ بېرته رغولي دي.
په یاده خبري ناسته کې د برښنا شرکت مسوولانو همداراز ټينګار وکړ چې هغو کسانو سره به قانوني چلن کوي چې برښنا غلا کوي او یا هم برښنا ته کنجکونه وراچوي.
د مسوولانو په وینا، د برښنا شرکت تخنیکي کسان د برښنا له پایو څارنه کوي او سلګونه مټره داسې کېبلونه یې راټول کړي چې په ناقانونه توګه یې ترې له برښنا څخه ګټه اخیستل کېده.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
په ورته مهال په دې وروستیو څو میاشتو کې کابل ښاریان شکایت کوي چې د پخوا په پرتله یې د ربښنا پرچاوۍ زیاتې شوي او په شپه او ورځ کې یوازې څو ساعته برښنا لري چې دوی له ستونزو سره مخ کړي دي.