کابل کې د القاعده شبکې مشر وژل‌کېدو ته د غبرګونونو دوام

کابل کې د امریکا د یوې بې‌پېلوټه الوتکې په هوايي برید کې د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري له وژل‌کېدو وروسته د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې د امریکا له لوري د القاعده مشر وژل کېدل، ښايي یاده ډله پر امریکايي وګړو او تاسیساتو بریدونو ته وهڅوي.

شنونکي: د القاعده مشر وژل‌کېدل به نړیوالې ټولنې سره د ا.ا اړیکې اغېزمنې کړي

کابل کې د امریکا د بې‌پیلوټه هوايي برید کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري له وژل‌کېدو وروسته د چارو یو‌شمېر شنونکي وايي، د نوموړي وژنه به نړیوالې ټولنې سره د اسلامي امارت اړیکې خړې پړې کړي. دوی سلام‌وطندار ته ویلي، د اسلامي امارت دغه کړنه به د دوی د سرپرست حکومت په رسمیت پېژندو بهیر نور هم وځنډوي.

پکتیا کې شیعه‌ګان: د عاشورا مراسمو لپاره دې کلک امنیتي تدابیر ونیول شي

د عاشور ورځې په رانږدې‌کېدو سره پکتیا کې شیعه‌ مذهبي د ا.ا له سرپرست حکومت غوښتنه کوي چې د عاشورا ورځې د لمانځنې مراسمو لپاره دې ورته کلک امنیتي تدابیر ونیول شي. دوی د پکتیا له محلي مسوولانو غوښتنه کوي چې د یادو مراسمو د ښه تر سراوي لپاره دې امنیتي تدابیر زیات شي.

برښنا شرکت: هېواد کې ۳۸سلنه خلک له برښنا برخمن دي

د برښنا شرکت مسوولانو نن کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال خپل کلنی راپور له رسنیو سره شریک کړ.

د برښنا شرکت د عملیاتي چارو رییس صفي‌الله احمدزي د یاد شرکت د کلني راپور د وړاندې کولو پرمهال وویل چې دا مهال هېواد کې ۳۸سلنه خلک د برښنا له نعمت څخه برخمن دي.