د عاشور ورځې په رانږدې‌کېدو سره پکتیا کې یو‌شمېر شیعه‌‌ګان د ا.ا له سرپرست حکومت غوښتنه کوي چې د عاشورا مراسمو د لمانځنې لپاره دې ورته کلک امنیتي تدابیر ونیول شي.

د پکتیا مرکز ګردېز کې د خواجه حسن کلي اوسېدونکي وايي چې د عاشورا ورځې مراسمو لپاره د امنیتي تدابیرو په موخه ورته یوازې د ولایتي ادارې له‌خوا دولس امنیتي کسان ورکړل شوي چې په وینا یې، کافي نه دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دوی د پکتیا له محلي مسوولانو غوښتنه کوي چې د یادو مراسمو د ښه تر سراوي لپاره دې امنیتي تدابیر زیات شي. بل‌خوا د پکتیا ولایتی چارواکي وایي چې د اهل‌تشیع د امنیت خوندیتوب لپاره یې امنیتي پلان جوړ کړی دی.

د پکتیا امنیه قومندان عمر مخلص وایي چې په ګردېز ښار کې یې د اهل‌تشیع د امنیت خوندیتوب لپاره امنیتي ادارو ۱۲ میله وسله ورکړې چې یادو مراسمو امنیت دوی په خپله ونیسي او ډاډ ورکوي چې د اړتیا پرمهال به سرتیري هم د اهل‌تشیع د امنیت خوندیتوب لپاره سیمه کې ځای پرځای کوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې نږدې څلور کاله وړاندې ګردېز کې د خواجه حسن کلي د شیعه‌ګانو پر عبادت‌ځای ځانمرګی برید وشو چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۵ کسان ووژل شول او ګڼ‌شمېر نور ټپیان شول چې د یاد برید مسوولیت داعش وسله‌والې ډلې پر غاړه اخیستی و.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام