Asset 1SWN

پکتیا پر درنو کارونو بوخت ماشومان: د زده‌کړو زمینه دې راته برابره شي

IMG-20230101-WA0006

هېواد کې د بې‌وزلۍ او وزګارتیا کچې لوړېدو سره هم‌مهاله، پکتیا کې سلګونه ماشومانو د اقتصادي ستونزو له امله خپلې زده‌کړې پرېښي او درنو کارونو ته یې مخه کړې ده.

عادل او ذبېح‌الله چې لا ماشومان دي، ګردېز ښار کې د موټرو په یوه ورکشاپ کې کار کوي. دوی سلام‌وطندار ته وویل، که څه هم نه‌شي کولای درانه کارونه وکړي، خو بیاهم اړ دي چې خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

یاد ماشومان له مسوولانو غواړي چې د کورنیو اقتصادي ستونزې یې حل او د زده‌کړو زمینه ورته برابره کړي.

عادل وویل:«څلور کاله کېوي چې ما ښوونځی پرېښی دغسې زرګونه ماشومان نور هم شته چې ښوونځی یې پرېښی وي او درنو کارونو ته یې لاس اچولی، زموږ هیله وه چې ښوونځي ته لاړ شو او د ښوونځي زمینه دې راته برابره شي.»

ذبېح‌آلله وویل: «موږ اوس دلته مستریتوب کوو، زما پرته دلته نور هلکان هم شته هغه هم مستریتوب کوي، سخت، سخت کارونه کوي موږ غواړو چې مکتب ووایو او زمینه دې راته جوړه شي.»

د دغو ماشومانو د کورنۍ غړي هم وایي، اقتصادي ستونزو اړ کړي چې خپل زامن د ښوونځي پر ځای کار کولو ته وهڅوي.

عبدالمبین چې یو زوی یې ښار کې لاسي کراچۍ چلوي او بل یې یوې هټۍ کې کار کوي، له مرستندویه موسساتو غواړي چې له بې‌وزله کورنیو سره مرسته وکړي.

نوموړي وویل: «زه خپله بازار کې کار کوم کله هم مزدوري پیدا شي او کله هغه هم نه وي، نو اړ یوو چې خپلو ماشومانو ته لاسي ګاډۍ په لاس کې ورکړو، ورته ووایو چې لاړ شي. بازار کې کار وکړي، ځکه اقتصادي ستونزې دي، دغسې وخت هم راغلی چې ورور ته هم وایو چې څو روپۍ پور راکړه هغه وایي، له څه شي نه یې درکړم زه خپله داسې مجبوره یم.»

په ورته مهال د پکتیا د کار او ټولنیزو چارو رییس محمدرحیم نصرت وایي، که څه هم تراوسه یې په درنو کارونو د بوختو ماشومانو لپاره کوم عملي ګام نه دی پورته کړی، خو زیاتوي چې راتلونکي کې هڅه کوي، څو د دوی ستونزې حل او د زده‌کړو زمنیه ورته برابره کړي.

د هغه په خبره، ګردېز ښار کې یې د ټولو هغو ماشومانو سروې کړې چې په درنو کارونو بوخت دي.

نوموړي وویل: «اکثریت هغه ماشومان دي چې د اقتصادي ستونزو له امله یې درنو کارونو ته مخه کړې. له ده نه تعلیم هم پاتې او فزیکي وضعیت یې هم برابر نه وي. دا نن ورځ مو د موسساتو یوه غونډه راغوښتې وه او وړاندیز مو کړی، هغه ماشومان چې په درنو کارونو بوخت دي، ورته د یو داسې کار زمینه برابره شي چې په دوی باندې بوج نه وي او په څنګ کې ورته د تعلیم زمینه برابره شي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د رسمي شمېرو له مخې، یوازې ګردېز ښار کې شاوخوا ۵۰۰ ماشومان په سختو کارونو بوخت دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام