د پکتیا په مرکز ګردېز ښار او د دغه ولایت یو‌شمېر ولسوالیو کې سېلاب ځپلې کورنۍ وايي چې تراوسه د حکومت او کومې موسسې له لوري ورسره مرستې نه دي شوي.

دغه سېلاب ځپلې کورنۍ شکایت کوي چې په ناوړه وضعیت کې دي او تراوسه ورته اړینې مرستې نه دي رسېدلي.

د مرکز ګردېز او زرمت ولسوالي یو‌شمېر اوسېدونکو سلام‌وطندار ته ویلي چې په وروستیو سېلابونو کې ګڼ کورونه، د اوبو رسولو سېسټمونه او سرکونه ویجاړ شوي چې لا هم اړینې لومړنۍ مرستې نه دي ورسره شوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دوی په وینا، د حکومتي چارواکو له ژمنو سره سره تراوسه ورسره مرسته نه ده شوې او اړ شوي چې په خپلو سیمو کې د اوبو رسولو سېسټمونو بیارغونې لپاره چندې راټولې کړي.

د ګردېز اوسېدونکي محمد نبي وویل: «هېڅ مرسته نه ده شوې، دلته  انجینیران دوه ځلې راغلل، یوه یې غوښتل عکاسي وکړي، هغه بل ورته وویل چې مه یې کوه هغه لاړل. بیا  هېڅوک نه دي راغلي. هېڅ شی لا نه دي راغلي موږ ته. هېڅ مرسته نه ده راکړل شوې.»

پکتیا کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس نثاراحمد نجات وایي چې د مرکز ګردېز په ګډون یې په تولو هغو ولسواليو او کلیو کې سروې پیل کړې چې د سېلابونو له امله په‌کې خلکو ته زیانونه اوښتي دي.

نوموړی زیاتوي چې د سروې له بشپړېدو سره سم به له موسسو سره یوځای پر زیانمنو شويو کورنیو اړینې مرستې ووېشي.

نثاراحمد نجات وویل: «د سېلابونو  له راوتو وروسته مو په سملاسي توګه بېړنۍ غونډه راوغوښته، ټیمونه مشخص کړل، په مرکز ګردېز او زرمت کې سروې روانه ده، تر نن ورځې به بشپړه شي، دا سروې یو څه ستونزه لري، کله چې یوې ساحې ته لاړ شو، بیا ځینې ستونزې پاتې وي، د زرمت ولسوالي یوه پراخه ولسوالي ده، کله مو چې سروې بشپړه شوه هغه خپلې شمېرې به له وزارت او اړوند موسسو سره شریکو او بېړنۍ مرستې به خلکو ته ورسوو.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د پکتیا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولان وایي چې وروستیو اورښتونو له کبله په یاد ولایت کې تر دې دمه شپږ کسان مړه شوي د ۱۲۰ په شاوخوا کې کورونه هم نړیډلي چې په وینا یې، زرګونه جریبه فصلونه او باغونه هم د سېلابونو له امله له‌منځه تللي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام