افغانستان ته د مرستو نه لېږد طرحه به بشري ناورین لا پسې ژور کړي

د راپورونو له مخې، ټاکل شوې چې راتلونکې اوونۍ د امریکا کانګرېس د دغه هېواد دفاعي بودیجه تصویب کړي، خو د امریکا د استازیو جرګه به یوه داسې طرحه هم تایید کړي چې له مخې به یې، افغانستان سره د دغه هېواد د دفاع وزارت یا پنټاګون پر هر ډول مرستو بندیز ولګېږي.

هېواد کې د تېلو بیو لوړېدو د موټر چلوونکو پر ورځني ژوند اغېز کړی

یو‌شمېر هېواد‌وال او موټر چلوونکي په هېواد کې د تېلو بیو د لوړېدو له کبله شکایت کوي او وايي چې د نفتي توکو د بیو لوړېدو د دوی پر ورځني ژوند او کارو بار ناوړه اغېز کړی دی. نجیب الله چې شاوخوا ۲۰ کاله کېږي په کابل ښار کې د تېلو کاروبار پرمخ وړي، دامهال د تېلو بیې لوړېدو کچه بې‌مخینې او د اندېښنې وړ بولي.

روزګان کې د سوداګرو ښځو کاروبار په ټپه درېدلی

روزګان کې هغه ښځې چې پخوا به يې د لاسي صنايعو د تولید او نورو بېلابېلو برخو کې فعالیت کاوه وايي، هېواد کې د سياسي بدلون، د اسلامي امارت نه پام، بې‌وزلي او د بازار نه‌شتون له امله یې کارونه په ټپه درېدلي او ګڼو ستونزو سره مخ دي.

غور او فاریاب کې دوه کسانو ځان وژنه کړې

غور کې امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرغاب ولسوالي کې یوه ځوان ځندۍ کړی او ځان وژنه یې کړې ده.

د دغه ولایت د امنیې قومنداني مطبوعاتي دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه ځوان شاه‌ولي نومېده او د مرغاب ولسوالي د «جنداک» کلي اوسېدونکی و.

ناپېژنده وسله‌والو لغمان کې د یوې کورنۍ دوه غړي وژلي

په لغمان کې ولسي سرچينې وايي چې بېګاه شپه د دغه ولایت په قرغیو ولسوالي کې ناپېژنده وسله‌والو د يوې کورنۍ دوه غړي وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي. په ورته مهال د لغمان محلي مسوولان هم تاییدوي چې دغه ولایت کې د یوه وسله‌وال برید پرمهال د یوې ښځې په ګډون دوه کسان وژل شوي او یو بل ټپي دي.