په غور او فاریاب کې محلي مسوولان وايي چې نن په دغو ولایتونو کې دوه کسانو ځان وژنه کړې ده.

د غور امنیتي مسوولانو  ویلي چې د دغه ولایت په مرغاب ولسوالي کې یوه ځوان ځندۍ کړی او ځان وژنه یې کړې ده. د دغه ولایت د امنیې قومنداني د مطبوعاتو دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه ځوان شاه‌ولي نومېده او د مرغاب ولسوالي د «جنداک» کلي اوسېدونکی و.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال په خبرپاڼه کې د دغه ځوان د پلار له قوله ویل شوي چې نوموړي عصبي ستونزه لرله او ځان وژنه یې کړې ده.

بل‌خوا په فاریاب ولایت کې هم یوه شل کلن ځوان د توپانچې په وسیله ځان وژلی دی. دغه پېښه پرون د فاریاب ولایت اړوند په شیرین تګاب ولسوالي کې رامنځته شوې ده.

یوې سرچینې سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه ځوان هلک محمد عیسي نومېږي او پرون ماښام یې د شیرین تګاب ولسوالي په یوه پارک کې ځان وژلی دی.

د سرچینې په وینا، یاد ځوان د شیرین تګاب ولسوالي د تورتکل کلي اوسېدونکی و او د توپانچې په وسیله یې ځان وژلی دی. تراوسه معلومه نه ده چې دغه ځوان ولې ځان وژنه کړې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې پرون هم د دغه ولایت په المار ولسوالي کې یوه ۲۰ کلن ځوان ځان ځندۍ کړی و او ځان وژنه یې کړې وه.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام