غور کې ځينې هغه خبریالان چې پر افغانستان د طالبانو له کنټرول وروسته د قاچاق له لارې نورو هېوادونو ته تللي وايي، د یوشمېر هممسلکانو د برخلیک په اړه هېڅ ډول معلومات نه لري.
دوی سلاموطندار ته ویلي چې خبریالان له طالبانو څخه د وېرې، بېوزلۍ، وزګارتیا او د رسنیو د ملاتړو بنسټونو نه پام له کبله اړ شوي چې د ناقانونه کډوالۍ ستونزې ومني او بهر ته ولاړ شي.
د غور یو خبریال عبدالحمد چې له پنځلس نورو خبریالانو سره یې دغه ولایت خوشې کړی او پر قاچاقي لارو تر سختو کړاوونو وروسته یې یوه بهرني هېواد ته ځان رسولی دی. هغه وايي، یوشمېر هغه خبریالان چې پر لارې ورسره وو، اوس یې په اړه هېڅ مالومات نه لري.
- افغانستان کې د خبریالانو او بیان ازادۍ پر خوندیتوب ټینګار
- خبریالان: یوشمېر کسان د خبریالۍ جعلي سندونو پرمټ غواړي د دوی پرځای له افغانستانه ووځي
- د بېپولې خبریالانو ټولنه: له افغانستانه مو د زیانمنو خبریالانو د اېستلو لسګونه غوښتنلیکونه ترلاسه کړي
عبدالقدوس هم په غور کې یو بل محلي خبریال و. نوموړی د هېواد خوشې کولو یو ستر لامل پر طالبانو د دوی نه باور بولي.
د غور د محلي رسنیو یوشمېر مسوولان وايي، د رسنیو ډېری کارکوونکو او خبریالانو د ځان نه خوندیتوب، بېوزلۍ او وزګارتیا له کبله دغه ولایت خوشې کړی او په وینا یې، د ځینو هغو برخلیک لا هم نامعلوم دی.
د غور غږ راډیو مسوول شفقتالله انوري وايي، لسو همکارانو یې د وروستیو تحولانو له کبله دندې پريښي او یوشمېر یې بهرنیو هېوادونو ته تللي دي.
غور کې د فېروزکوه راډیو مسوول عنایتالله هم وايي چې درې کارکوونکو یې نه یوازې دنده خوشې کړی، بلکې هېواد یې پريښی او له قاچاقي لارو بهر ته تللي دي.
ومو غوښتل چې په دې اړه د خبریالانو او د رسنیو د ملاتړو بنسټونو د مسوولانو لیدلوری هم ولرو، خو هغوی خبرو کولو ته حاضر نه شول.
دا داسې مهال دی چې طالبانو د هر ولایت په نیولو سره هلته عمومي بښنه اعلان کړې او ویلي یې دي چې له هېچا سره کار نه لري.
غور کې د طالبانو د والي مرستیال مولوي طریقت وايي، د امارت مشرانو چې کومه ژمنه کړې، عملي کوي یې او ټولو افغانانو ته ډاډ ورکوي چې سر او مال به یې خوندي وي.
په غور کې د محلي رسنیو د مسوولانو په وینا، یوشمېر خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو له هغه وروسته نامنظمې کډوالۍ ته مخه کړه چې ځینو هېوادونو د افغان خبریالانو د اېستلو پروګرام اعلان کړ او ګڼشمېر کسان په جعلي اسنادو له افغانستانه ووتل.