Asset 1SWN

دفاع وزارت: غزني کې د موټربم برید طراح ووژل شو

128422961_1455847351279639_2204424743004211609_o

 

ملي دفاع وزارت غزني کې د پوځ پر یوه نظامي مرکز له خونړي برید یوه ورځ وروسته ویلي، د دغه برید طراح «حمزه نورستاني» تېره شپه ۷ نورو وسله‌والو سره د ګیرو ولسوالۍ «علي‌شېرخېل» سیمه کې وژل شوی دی.

د دفاع وزارت ویلي، «حمزه نورستاني» غزني کې د افغان ځواکونو پر یوې اډې د تېرې ورځې د موټربم برید اصلي طراح و.

د غزني ښار درېیمه امنیتي حوزه کې د پوځ پر یوې اډې تېره ورځ موټربم برید وشو چې ۳۰ امنیتي ځواکونه په کې ووژل شول او ۲۴ نور ټپیان شول.

د برید مسوولیت اخيستو په اړه تر اوسه پورې کومې وسله‌والې ډلې نظر نه دی ورکړی.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام