د اسلامي دولت نومي ډلې یا داعش ویلي چې په کندهار کې د شیعه‌ګانو پر جومات مرګونی برید دې ډلې کړی دی. اعماق خبري اژانس چې داعش پورې اړوند خبرونه خپروي، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د کندهار په لومړۍ حوزه کې پر «امام‌بارګاه فاطمیه» جومات د مرګوني ځانمرګي برید مسوولیت منلی دی.

د داعش په خبرپاڼه کې راغلي چې د انس خراساني او ابو علي البلوشي په نومونو دوو برید کوونکو په کندهار کې د لمونځ کوونکو ترمنځ ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي چولي دي. د خبرپاڼې پر بنسټ، دغه دوو ځانمرګو برید کوونکو لومړی د جومات ساتونکي په ډزو وژلي او وروسته یې ځان ته  چاودنه ورکړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په کندهار کې د اسلامي امارت او د دغه ولایت د روغتیا ریاست مسوولان وایي چې په دغه برید کې څه باندې ۴۷ کسان وژل شوي او نږدې ۷۰ کسان ټپیان شوې دي.

پر «امام‌بارګاه جومات» ځانمرګی برید پرون ماسپښین هغه مهال وشو چې په دغه جومات کې ګڼ‌شمېر لمونځ کوونکي د جمعه ورځې پر لمانځه ولاړ وو. اسلامي امارت دغه برید غندلی او هغه یې «ستر جنایت» بللی او خپلو ځواکونو ته یې امر کړی چې د دغه برید عاملان ونیسي او محکمه دې کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما هم دغه برید غندلی او ویلي یې دي چې عاملان یې باید ځواب‌ویونکي واوسي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره جمعه هم په کندوز کې د شیعه‌ګانو پر «ګذر سید‌اباد» جومات د یوه ځانمرګي برید په پایله کې ۵۰ لمونځ کوونکي ووژل شول او نږدې ۱۵۰ کسان ټپیان شول.

د دغه برید مسوولیت هم داعش ډلې پر غاړه اخیستی وو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام