دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب دوه‌ورځنۍ غونډه پیل شوه

د قطر په پلازمېنې دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب دوه‌ورځنۍ غونډه پیل شوه. دا غونډه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټرېش په مشري پیل شوې چې د ۲۵ هېوادونو استازو او د افغانستان ځینو سیاستوالو او د بشري حقونو فعالانو په‌کې ګډون کړی دی.

مجاهد: تر هغه چې ا.ا په رسمیت ونه پېژندل شي، د ملګرو ملتونو غوښتنې به عملي نه‌شي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له‌خوا د پرېکړه‌لیک تصویبولو او پر بنسټ یې د افغانستان لپاره د م.م د ځانګړي استازي ټاکل کېدو په تېرو څو ورځو کې بېلابېل غبرګونونه را پارولي دي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی نصیراحمد فایق وايي، ملګري ملتونه به په ځانګړو شرایطو کې له سرپرست حکومت سره خبرو کې یو منظم او یوموټی چلن غوره کړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه‌لیک؛ «د افغانستان لپاره دې ځانګړی استازی وټاکل شي»

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جمعې په ورځ د یوه پرېکړه‌‌لیک په تصویبولو سره د دغه سازمان له سرمنشي څخه غوښتي چې له امنیت شورا سره په مشوره د ا.ا له چارواکو، په افغانستان کې د بشري حقونو له فعالانو او د سیمې هېوادونو له مشرانو سره د لیدنو او خبرواترو په موخه یو ځانګړی استازی وټاکي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان په اړه غونډه جوړوي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما وايي چې د دغه سازمان د امنیت شورا نن (د لیندۍ ۲۹مه، د چهارشنبې ورځ) د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه جوړوي. یوناما لیکلي چې ټاکل شوې دا غونډه د نیویارک پر وخت لس بجې او د افغانستان پر وخت د ماښام په اووه‌نیمو بجو جوړه شي.

ملګري ملتونه: له پاکستانه اېستل کېدونکو افغانانو ته باید د اوسېدو ځایونه برابر شي

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنري له پاکستان څخه د افغان کډوالو د را اېستلو لړۍ په دوام د یکشنبې په ورځ اسوشیېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي چې له پاکستان څخه ګڼ‌شمېر اېستل شویو افغانانو خپلې شتمنۍ له لاسه ورکړي او د ځان ساتنې لپاره هېڅ هم نه لري.

اوتونبایوا: د افغانستان د راتلونکي یووالي او ثبات لپاره باید بشري حقونه خوندي شي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما نن د بشري حقونو نړیوالې ورځې په مناسبت یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې پر دې ورځ او د بشري حقونو په اړه د نړیوالې اعلامیې په ۷۵یمه کلیزه کې یو ځل بیا د افغانستان له واکمنو چارواکو غواړو چې د افغانستان د باثباته، سوله‌يیزې او پرمختللې راتلونکې په موخه بشري حقونه ومني او ملاتړ یې وکړي.

د ویانا غونډې ګډونوال م.م ته: سیاسي بدلون ته د لارې تر هوارولو له ا.ا سره تعامل مه کوئ

د ویانا غونډې ګډونوالو له ملګرو ملتونو غوښتي چې له ا.ا سره دې تر هغه تعامل نه ‌کوي چې سیاسي بدلون ته یې لاره نه وي هواره کړې. د ا.ا مخالفو سیاستوالو او د بشري حقونو فعالانو د روانې اوونۍ له یکشنبې تر سه‌شنبې پورې د اتریش په وین ښار کې د یوې غونډې له جوړولو وروسته له ملګرو ملتونو غوښتي چې په افغانستان کې د سیاسي بدلون رامنځته کولو لپاره عملي ګامونه اوچت کړي.

له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو په زوره اېستل؛ م.م: افغانستان بیړني حالت سره مخامخ دی

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ د افغانستان څانګې مسوولان وايي، پر افغانستان د لګېدلو بندیزونو تر څنګ، له پاکستانه د افغان کډوالو په زوره اېستلو دغه هېواد له سخت بېړني حالت سره مخامخ کړی دی.
په همدې حال کې هغه افغانان چې تازه له پاکستان څخه راکډه شوي، د ژمې په را رسېدو سره د مرستو درېدو په اړه شکایت کوي.

د کوکنارو پر کرلو بندیز؛ د کندهار کروندګر: د بدیل کښت په برخه کې راسره مرسته نه‌ده شوې

د سوېلي ولایتونو یوشمېر کروندګر وايي، له هغه وروسته یې چې د کوکنارو پر کرلو بندیز لګېدلی، نه‌دي توانېدلي چې له خپلو کښتونو عاید ترلاسه او خپل روزګار پرې وچلوي. دوی وايي، د کوکنارو د بدیل کښت په برخه کې هم ورسره مرسته نه‌ده شوې. کندهار کې یو کروندګر سیداحمد وايي، د کوکنارو کښت یې پرې بند کړی او دوی یې بدیل هم نه لري.

د ملګرو ملتونو ۷۸یمه کلیزه؛ ګوټرېش: نړۍ دې سره یو موټی شي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش د فلسطین او اسراییلو او همدارنګه د اوکراین او روسیې ترمنځ د سختو جګړو له دوام‌ سره هم‌مهاله د دغه سازمان د جوړېدو ۷۸یمې کلیزې په مناسبت پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي چې د نړۍ هېوادونه دې سره یو موټی شي.

د فلسطین او اسراییلو د جګړې دوام؛ مصر د حل‌لارې لټولو لپاره د یوې غونډې کوربه‌‌توب وکړ

د فلسطین او اسراییلو ترمنځ روانې جګړې د پنځلسو ورځو په پوره کېدو سره مصر (د تلې په ۲۹مه، د شنبې ورځ) «د قاهرې د سولې غونډې» په نوم د یوې نړیوالې غونډې چې ۳۱ هېوادونو او درېوو نړیوالو سازمانونو په‌کې برخه اخیستې وه، کوربه و.

اسلامي امارت د نشه‌يي توکو د قاچاق زیاتېدو په اړه د تاجکستان د ولسمشر څرګندونې رد کړې

د تاجکستان ولسمشر امام‌علي رحمان د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، له افغانستانه د نشه‌یي توکو قاچاق په بې‌سارې توګه زیات شوی دی.
د نوموړي په وینا، د تاجکستان سرحدي ځواکونو په تېرو دوو کلونو کې له افغانستان سره پر پولې له لسو ټنو ډېر نشه‌یي توکي نیولي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام: ډېری افغان ماشومان وږي ښوونځي ته ځي

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان څانګې تازه ویلي چې ډېری افغان ماشومان د بې‌وزلۍ او اقتصادي ناورین له امله په وږي نس ښوونځي ته ځي. مجتبی ۱۶ کاله عمر لري او د کابل ښار په یوه دولتي ښوونځي کې د شپږم ټولګي زده‌کوونکی دی. هغه چې له خپلو دوو ورونو سره یوځای ښوونځي ته ځي وايي، پلار یې وزګاره دی او له اقتصادي اړخه یې د ژوند مزه نشته.

ملګري ملتونه: افغانان د اقلیمي بدلون اغېزو له امله بېړني ملاتړ ته اړتیا لري

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا پرون یکشنبه د چنګاښ ۲۵مه یوې خبرپاڼه کې ویلي، افغانستان د هغو لسو هېوادونو په ډله کې دی چې د اقلیمي بدلون او طبیعي پېښو ګواښونو سره مخ دی. په خبرپاڼه کې راغلي چې د اقلیمي بدلون له امله افغانستان کې کرنه او ورځنی ژوند له ګواښ سره مخ او بېړنیو مرستو او ملاتړ ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا مذهبي مقدساتو ته د سپکاوي مخنیوي لپاره پرېکړه‌لیک تصویب کړ

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا مذهبي مقدساتو ته د سپکاوي د مخنیوي په موخه یو پرېکړه‌لیک تصویب کړی دی. په دغه پرېکړه‌لیک کې چې د ۲۸ تایید، ۱۲ مخالفو او اوو ممتنع رایو سره تصویر شوی، د ملګرو ملتونو له سرمنشي څخه غوښتل شوي چې په نړۍ کې مذهبي مقدساتو ته د سپکاوي پېښو په اړه راپور وړاندې کړي.