خبریال: داوود شاه مل

د امریکا پوځ د مرکزي قومندانۍ یا سېنټکام قومندان جنرال فرانک کنټ مک کنزي وایي، د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ به د وسله‌والو طالبانو پر وړاندې خپلو هوايي بریدونو ته دوام ورکوي. مکنزي چې کابل ته راغلی یوې خبري غونډې ته وویل، که طالبان خپل بریدونه جاري وساتي، دوی به هم  د خپل هوایي ملاتړ  کچه لوړه کړي.

د امریکا د دغه لوړپوړي پوځي چارواکي په وینا، طالبان هڅه کوي، د خپلو بریدونو پر وړاندې د بې وسۍ حس پیدا کړي، خو دوی په دې برخه کې تېروتنه کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

 جنرال کنټ مک مکنزي له افغانستان څخه د امریکايي پوځیان د وتلو له بهیر وړاندې ویلي و چې افغان هوايي ځواکونه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته، هوايي ملاتړ ته اړتیا لري.

د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره هم‌مهاله وسله‌والو طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی او په دې برخه کې یو لړ پرمختګونه هم درلودلي.

د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټین هم د روانۍ اوونۍ د شنبې پر ورځ ویلي و چې د افغان امنیتي ځواکونو لومړۍ دنده دا ده چې په هېواد کې د وسله‌والو طالبانو د چټک پرمختګ مخه ونیسي او وروسته دې، له لاسته تللو سیمو د بېرته نیولو لپاره دې هڅې وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د نوموړي په وینا، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د دې وړتیا لري چې له لاسه تللې سیمې بېرته تر خپل کڼترول لاندې راولي.

خو د امریکا ولسمشر جو بایډن د روان میلادي کال د اپریل په میاشت کې ویلي و چې د سپټمبر تر ۱۱مې له افغانستان څخه ټول امریکایي سرتیري وباسي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام