خلیل‌زاد: افغانانو دا فرصت ترلاسه کړی چې د هېواد راتلونکی په خپلو لاسونو جوړ کړي

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد په خپل ټویټر‌پاڼه کې لیکلي چې افغانستان کې د امریکا جګړه پای ته رسېدلې او افغانانو ته دا فرصت په لاس ورغلی چې د هېواد راتلونکې په خپلو لاسونو جوړه کړي. خلیل‌زاد زیاته کړې چې افغانان به اوس د خپلې بشپړې خپلواکۍ ته د رسېدو لپاره لار وټاکي او کولای شي، جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

امریکا: د طالبانو پر وړاندې هوایي بریدونو ته دوام ورکوو

د امریکا پوځ د مرکزي قومندانۍ یا سېنټکام قومندان جنرال فرانک کنټ مک کنزي وایي، د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ به د وسله‌والو طالبانو پر وړاندې خپلو هوايي بریدونو ته دوام ورکوي. مکنزي چې کابل ته راغلی یوې خبري غونډې ته وویل، که طالبان خپل بریدونه جاري وساتي، دوی به هم  د خپل هوایي ملاتړ  کچه لوړه کړي.