Asset 1SWN

پنټاګون: د افغانستان هوايي ځواک په یوازې ځان د جګړې اغېزمنه وړتيا نه‌لري

Afghan-Air-Force-p36uo4446oxt9s8bkqr9w0fjv0s0e3668yx4euhj84

د امريکا دفاع وزارت خبرداری ورکړی، که چېرې د افغانستان د هوايي ځواک سلاکاران له دې هېواده ووځي، نو دوی به و نه شي کړای په اغېزمنه توګه مبارزه وکړي.

په افغانستان کې د امريکا د نظامي عملياتو پلټې ادارې تازه راپور چې د ياد هېواد کانګرېس ته يې وړاندې کړی ښيي، که چېرې د دوحې د هوکړې پر بنسټ له درېیو میاشتو څخه لږه موده کې د افغانستان هوايي ځواک بهرني نظامي سلاکاران دا هېواد پرېږدي، دوی به ونه‌شي کولای د طالبانو پر وړاندې په مبارزه کې د ځمکي ځواک ملاتړ وکړي.

د راپور پر بنسټ، د بهرنيو نظامي سلاکارانو کمښت سره به د افغانستان هوايي ځواک په بشپړه توګه فلج شي.

په دې راپور کې راغلي، اوس مهال د الوتکو د ساتنې مسووليت له امريکايانو سره دی.

په ياد راپور کې همداراز خبرداری ورکړل شوی، هر کله چې دغه مسووليت افغانانو ته ورکړل شي، دوی به حتا څو مياشتې هم د الوتکو ساتلو ظرفیت ونه لري.

راپور کې همداراز راغلي، تراوسه پورې ۹۴ سلنه د هوايي ځواک بهرنيو نظامي سلاکارانو افغانستان ترک کړی دی.

د شمېرو له مخې، په تېر يوه کال کې د افغان دولت د هوايي ځواک ۵ الوتکې له منځه تللي، يوه الوتکه ويجاړه شوې او د دې ځواکونو یو شمېر نورې الوتکې تر بيارغولو لاندې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام