د کورونا ویروس خپرېدو او ورپسې د اوکرایین جګړې د افغانستان په ګډون نړۍ کې د خوراکي او نفتي توکو نرخونه لوړ کړي دي.

په دې تړاو نړیوال بانک د نړۍ د اقتصادي ودې په اړه کلني راپور کې خبرداری ورکړی چې د خوراکي توکو او تېلو بیو لوړېدو له امله به د ۱۹۷۰ کال څخه وروسته په لومړی ځل نړۍ له لوړ انفلاسیون سره مخ شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نړیوال بانک راپور کې راغلي چې په اقتصادي رکود کې به وروسته پاتې هېوادونه ډېر زیانمن شي. د نړیوال بانک د نړیوالو اقتصادي لرلیدونو د برخې رییس اهیان کوسي اندېښنه وښوده چې د نړۍ اقتصاد په تېرو ۸۰ کلونو کې په بې‌سارې توګه راښکته شوی دی.

نوموړي ویلي: «په خواشینۍ سره چي حالات تر هِغې ډېر خراب شول چې موږ یې تمه لرله. موږ د یوه اقتصادي ځوړ تمه لرله، خو اوس تر هغې خبره اوښتې، په نړیواله کچه به اقتصادي وده تر ۲ عشاریه ۹سلنې ټیټه شي، تېر کال دا وده ۵ عشاریه ۷ سلنه وه.»

د چارو افغان کارپوهان وایي، افغانستان یو وارداتي هېواد دی او اوس هم په بد اقتصادی وضعیت کې دی چې ډېری وګړي یې بې‌وزلۍ او وزګارتیا سره مخ دي.

دوی وایي، د توکو بیې ورځ تربلې مخ په لوړېدو دي او اسلامي امارت دې لومړي ګام کې د غلو ستراتیژیکو زېرمو کې د خوراکي توکو زېرمه کولو په څېر تدابیرغوره کړي، ګنې حکومت او افغانان به اقتصادي ناورین سره مخ شي.

د اقتصادي چارو کارپوه ذکریا حیدري وایي، نړۍ کې هره پېښېدونکې ستونزه افغانستان ته هم زیان رسوي او اوس هم د توکو بیې لوړې شوي چې ډېری کسان یې د رانیولو توان نه‌لري.

هغه وویل: «له کوم هېواده چې سوداګر توکي راوړي، بیې یې لوړې دي او ان سوداګر د دې جرات نه‌کوي چې وارد یې کړي، ځکه پوهېږی چې د هېوادوالو اقتصاد څومره کمزوری دی او خرڅلاو کم دی او وزګارتیا ډېره. د نرخونو لوړوالی منفي اغېز کولای شي او افغانستان د بې‌ولۍ او لوږې ناورین ته بیایي.»

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب سره له دې چې په نړیواله کچه د اقتصادي وضعیت ترینګلي کېدل، د اندېښنې وړ بولي او وایي، اسلامي امارت د افغانستان د اقتصادي وضعیت ښه‌کولو لپاره د قوش‌تپې پروژې، د ځینو کانونو د استخراج تړونونو په څېر یو لړ اقدامات کړي دي.

نوموړی وایي، د وزګارتیا او بې‌وزلۍ کچې راټیټولو لپاره اړوندو ادارو سره پر اقتصادي طرحې چې د کانونو، کرنې او د اوبو مدیریت ته په‌کې لومړیتوب ورکړل شوی، کار روان دی او ژر به بشپړه شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې نړیوال بانک هر کال د نړۍ د اقتصادي ودې د پراختیا په اړه راپورونه خپروي چې تېر کال هم د افغانستان د اقتصادي ودې او تولیداتو د کمېدو په اړه اندېښنې ښودل شوې وې چې لاملونه یې تر ډېره کورنۍ جګړه په ګوته شوې وه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام