کابل ښاریان د خوراکي توکو د بیو لوړوالي څخه شکایت کوي او وایي، که څه هم دې وروستیو ورځو کې د افغانیو په وړاندې د ډالرو بیه رالوېدلې خو هټۍوال بیا هم په پخوانیو بیو خوراکي توکي پلوري.

په همدې حال کې د کابل د منډوي بازار هټۍوال د خوراکي توکو د بیو د ټیټوالي لامل د ډالرو بې‌ثباتي بولي او وایي د شنبې په ورځ د یوه ډالر بیه ۸۷ افغانیو ته راښکته شوې وه خو د یک‌شنبې په ورځ له غرمې وروسته دا بیه ۹۲ افغانیو ته لوړه شوه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کابل ښار منډوي هټۍوال وايي چې د ډالرو بیې لوړېدل د خوراکي توکو پر بیو اغیز لري. دوی سلام‌وطندار سره خبرو کې وویل، اړ دي چې د ډالرو بیې لوړیدو سره د خوراکي توکو بیې پورته کړي. دغه هټۍوال له اسلامي امارت څخه غواړي چې سوداګر دې اړ کړي څو د خوراکي توکو پېر او پلور په افغانۍ وکړي.

هټۍوال زیاتوي چې په دې وروستیو څو ورځو کې د ډالرو د بیو په رالوېدو سره د خوراکي توکو بیې هم راټيټې شوې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دوی زیاتوي، کله چې یو امریکايي ډالر ۱۰۵ افغانۍ وه، د یوې بوجۍ اړو بیه ۲۴۵۰ افغانۍ، د یوې بوجۍ وریجو بیه ۲۹۰۰ افغانۍ، یوه بُشکه غوړي له ۲۷۵۰ تر ۲۹۰۰  افغانیو پورته شوي وه، خو نن چې کله ډالر ۹۲ ته لوړ شو د خوراکي توکو بیې راټيټې شوې دي چې د یوې بوجۍ اوړو بیه ۲۱۵۰ افغانۍ، یوه بوجۍ وریجې۲۳۰۰ څخه تر ۲۴۵۰ افغانۍ او د یوې بوشکې غوريو بیه ۲۳۵۰ افغانیو ته راټيټه شوې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام