په وروستیو ورځو کې د امریکايي ډالرو پر وړاندې په بې‌سارې توګه د افغانیو ارزښت له کمېدو وروسته د افغانستان بانک وویل چې د افغانیو ارزښت د ثبات لپاره ۱۰ میلیونه ډالر لیلاموي.

خو یوشمېر اقتصادي کارپوهان وايي، د دغومره ډالرو لیلام نه‌شي کولای د افغانیو د ارزښت لوړېدو او ثبات په برخه کې اغېزناک تمام شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

اقتصادي شنونکی علي مشعل وايي، د افغانیو د ارزښت لوړېدو او کمېدو کچې ته په پام لس میلیونه ډالر کم دي او دغه اقدام یوازې د خلکو د رواني ثبات لپاره ګټور دی؛ ځکه په وینا یې، د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیه په لوړېدو ده او دا اندازه پیسې نه شي کولای هغه کنټرول کړي.

یو بل اقتصادي کارپوه سیف‌الدین سیحون هم وايي چې د پیسو ارزښت د تعادل لپاره دوامداره اقتصادي فعالیتونو ته اړتیا ده او له تولیداتو او صادراتو پرته یوازې د اسعارو لیلام حل‌لاره نه ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د نوموړي په وینا، دولت دومره پیسې نه لري چې تل یې بازار ته وړاندې او د افغانیو ارزښت پرې وساتي.

له هغه وروسته چې اسلامي امارت واک ته ورسېد، د افغانستان بانک شتمنۍ چې له هېواد څخه بهر ساتل کېدې، کنګل شوې او ترڅنګ یې د هېواد دننه کې هم اقتصادي فعالیتونه کم شول یا بېخي درېدلي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام