د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي د افغانیو پر وړاندې د ډالرو ورځ تر بلې ارزښت لوړېدو په اړه اندېښنه ښيي او وايي، د ډالرو بیې لوړېدو اقتصادي فعالیتونه درولي دي.

د دوی په وینا، د ډالرو ارزښت له لوړېدو سره هم‌مهاله د لومړنیو توکو بیې هم لوړې شوې دي. دوی وايي، د ډالرو ارزښت داسې مهال تر ۹۵ افغانیو رسېدلی چې خلک هېڅ عایداتي سرچینه نه لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کابل اوسېدونکي له اسلامي امارت څخه غواړي چې په بازارونو کې د ثبات راتلو لپاره په بهرنیو اسعارو د راکړې ورکړې د بندېدو طرحه په بشپړه توګه عملي کړي.

د کابل ښار اوسېدونکي الیاس او عزیز وايي، اوس په هېواد کې ټوله راکړه ورکړه له ډالرو سره تړاو لري؛ ځکه په خبره یې، سوداګر ټول توکي په ډالرو پېري او همدا لامل دی چې د خوراکي او نورو توکو بیې ورځ تر بلې په لوړېدو دي.

دوی له دولت څخه غواړي چې په بازار کې د بېلابېلو توکو بیې کنټرول او پر وارداتي هغو هم مالیه را کمه کړي؛ ځکه له یوې خوا به د احتکار مخه ونیول شي او بله‌خوا به د توکو بیې ډېرې نه لوړېږي.

د کابل ښار د ارتزاقي توکو د ټولنې رییس کمال فرید ساپی هم د ډالرو بیې له لوړېدو سره هم‌مهاله د خوراکي توکو د بیې لوړېدو خبر ورکوي. هغه وايي، یوه بورۍ اوړه په ۲۰۰۰ او ۱۸۵ افغانۍ، ۱۶ لیټره غوړي په ۲۵۹۰ او یوه بورۍ وریجې هم په ۲۰۰۰ او ۱۰ افغانۍ دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د صرافانو ټولنې مرستیال حاجي دادګل د امریکا له لوري د افغانستان د پیسو کنګل کېدل او د هېواد د راکړې ورکړې بازار کې د ډالرو کمښت د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت لوړېدو ستر لاملونه بولي.

ومو غوښتل چې په دې اړه د افغانستان بانک نظر هم واخلو، خو له هڅو سره سره بریالي نه شوو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام