Asset 1SWN

سرفرازاحمد بګټی: افغانانو په پاکستان کې له شویو ۲۴ بریدونو په ۱۴ کې لاس درلود

DE3EC1EB-2303-485D-B999-52E2BE1E5D23_w1200_r1

د پاکستان د کورنيو چارو لنډمهالي وزير سرفراز بګټي د سه‌شنبې په ورځ یوه خبري کنفرانس کې یو ځل بیا پر افغانانو تور پورې کړی چې د دغه هېواد په ناوړه امنیتي وضعیت کې لاس لري. هغه ادعا کړې چې د روان زېږدیز کال له جنوري مياشتې راهیسې په دغه هېواد کې ۲۴ ځانمرګي بريدونه شوي چې په ۱۴ هغو کې یې د افغانستان وګړو لاس درلود.

هغه په پاکستان کې شاوخوا یو میلیون او ۷۳۰۰۰ ناقانونه افغان کډوالو ته هم خبرداری ورکړی چې تر را روانې نومبر میاشتې پورې افغانستان ته ستانه شي، که نه په زوره به یې وباسي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت لنډمهالی وزیر داسې مهال د افغان کډوالو د بېرته شړلو ګواښ کوي چې د دغه هېواد پولیسو له تېرې یوې میاشتې راهیسې زرګونه افغانان نیولي او بندیان کړي دي.

بله‌خوا پر ټولنیزو رسنیو یوه ویډیو هم خپره شوې چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د ناوړه وضعیت ښکارندويي کوي. په دې ویډیو کې لیدل کېږي چې یوشمېر افغان کډوالې او ماشومان د پاکستاني پولیسو له لوري نیول شوي او له ناوړه او ناانساني وضعیت سره مخامخ دي.

خو د اسلامي ویاند ذبېح‌الله مجاهد د پاکستان د کورنیو چارو د لنډمهالي وزیر د څرګندونو په غبرګون کې پر خپلې اېک‌پاڼې لیکلي چې په دغه هېواد کې مېشت افغان کډوال د پاکستان په ناامنیو کې لاس نه لري. هغه په پاکستان کې له افغان کډوالو سره روان چلن د زغم وړ نه‌دی بللی او زیاته کړې یې ده: «په پاکستان کې له افغان کډوالو سره دا ډول چلن د منلو وړ نه دی. پاکستاني لوری باید په دې برخه کې پر خپل پلان له سره غور وکړي. افغان کډوال د پاکستان په امنیتي ستونزو کې ښکېل نه دي.»

د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان سخت دریځ او چلن لامل شوی چې په دغه هېواد کې مېشت افغانان په وېرې سره ژوند وکړي. په پاکستان کې یو افغان کډوال نجیب‌الله حبیبي وايي، پاکستاني پولیسو له څه مودې راهیسې د افغانانو د نیولو، بندیانولو او بېرته افغانستان ته د لېږلو لړۍ چټکه کړې او نړیواله ټولنه او سازمانونه باید ژرترژره په دې برخه کې د هغوی د خوندیتوب لپاره لازم ګامونه اوچت کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هغه وايي: «وروستیو نیونو په پاکستان کې مېشت کډوال اندېښمن او له سخت روحي وضعیت سره مخامخ کړي دي. دوی غواړي چې ژرترژره دغه وضعیت پای ته ورسېږي او هغه افغانان چې نورو هېوادونو ته په تمه دي، باید ژر یې کارونه وشي.»

د یادونې ده چې د پاکستاني چارواکو د ورته څرګندونو او پر افغان کډوالو له فشار راوړلو وروسته، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د مسکو فارمټ غونډې په څنډه کې د پاکستان له استازي اصف دوراني سره په لیدنه کې له دغه هېواده وغوښتل چې د رسنیزو څرګندونو پر ځای، ستونزې له ډیپلوماتیکو لارو حل کړي، خو د پاکستان حکومت نه یوازې خپلو څرګندونو ته دوام ورکړی، بلکې پر افغان کډوالو یې فشار تر بل هر وخته ډېر کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام