Asset 1SWN

پاکستان: ناقانونه کډوال خپل وطن ته لېږو؛ افغان کډوال: نیول زیات شوي

29bd728d-b529-4075-bb0e-98c614995a03_w1200_r1

پاکستان کې د ناقانونه کډوالو پر وړاندې د دغه هېواد د نوې تګ‌لارې له اعلان سره هم‌مهاله له تېرې ورځې راهیسې په کراچۍ ښار کې ۵۰ افغان کډوال نیول شوي دي.

د پاکستان د لنډمهالي حکومت د کورنیو چارو وزیر په یوې خبري ناسته کې ویلي چې د نوې جوړې شوې تګ‌لارې له مخې به  دغه هېواد کې د ناقانونه کډوالو پر وړاندې جدي اقدامات کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د راپورونو پر بنسټ دا مهال دغه هېواد کې د ناقانونه کډوالو د ځپنې لړۍ پیل شوې او پولیس په بېلابېلو سیمو کې شکمن کسانو څخه پوښتنې کوي او اسناد یې څېړي.

د پاکستان د لنډمهالي حکومت د کورنیو چارو وزیر سرفراز بوګټي دې خبري ناسته کې همداراز وویل: «موږ یوه پالیسي جوړه کړې چې ناقانونه کډوال چې دې هېواد کې ژوند کوي، خپل هېواد ته بېرته ولېږو، همداراز موږ د ناقانونه کډوالو په اړه د معلوماتو په بدل کې جایزې هم ټاکلې دي.»

په ورته مهال پاکستان کې یو‌شمېر ناقانونه افغان کډوال وايي چې دغه هېواد کې ګڼ‌شمېر ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او دغه وضعیت به یې ستونزې زیاتې کړي.

پاکستان کې یوه افغان کډوال نعیم وویل چې دغه هېواد کې له ستونزو سره مخ دي. «د ویزې نېټه پای ته رسېدلې او تمدید هم له ناقانوني لارې دی. که قانوني لاړ شې، وخت غواړي چې ګواښ لري، لویه ستونزه دا ده، که افغان کډوال وغواړي کار پیدا کړي، نیول کېږي.»

په ورته مهال یوه بله افغان کډواله زحل راد د پاکستان له وروستۍ پرېکړې چې له مخې به یې ناقانونه کډوال نیول کېږي، د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې هغه او خاوند یې پخواني نظامیان وو او وېره کې دي.

هغې وویل: «د ویزې تمدید ستونزمن دي، دې وروستیو کې کډوالو زوروي. د پولیسو له وېرې نه پوهېږو چې څه وکړو. د نیونې له وېرې خپل ماشومان روغتون ته نشو وړلی.»

بل‌خوا د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي چې د یادو ستونزو د هواري لپاره له پاکستاني چارواکو سره خبرې روانې دي.

هغه وویل: «د کډوالو ستونزو برخه کې تل ګاونډیو هېوادونو سره اړیکه کې یوو، تراوسه څه باندې ۳۰۰۰ افغان بندیان د پاکستان له زندانونو ازاد شوي او ایران څخه م نږدې ۱۰۰۰ کسان ازاد شوي دي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

له تېرو څو میاشتو راهیسې پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې د پولیسو چلن سخت شوی او دغه هېواد کې یې د مېشت افغان کډوال ژوند تریخ کړی او ورځنۍ چارې یې ورته ټکنۍ کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام