Asset 1SWN

ایران کې د افغان کډوالو ژوند؛ «د مغازو پرځای د غواګانو فارمونو کې کار وکړئ»

1637702872448

د راپورونو له مخې، د ایران حکومت د دغه هېواد په شېراز، کرما‌ن‌شاه، بوشهر، مشهد، کاشان او اصفهان ښارونو کې پر قانوني او ناقانوني افغان کډوالو کاري محدودیتونه زیات کړي او افغانستان ته یې د ستنېدو لړۍ چټکه کړې ده.

یو‌شمېر افغان کډوال هم سلام‌وطندار ته ویلي چې د ایران حکومت پر دوی کاري بندیزونه لګوي، درانه او مغازو کې کارونه نشي کولای او په وینا یې، پولیس هغه کسان هم نیسي چې قانوني اسناد لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نصرالله چې له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې د ایران په شېراز ښار کې ژوند کوي، سلام‌وطندار ته وویل چې تازه یې ایراني پولیسو هټۍ ورتړلې او خبرداری یې ورکړی، که هټۍ یې پرانېسته بېرته به افغانستان ته ستون یا جریمه کړل شي.

دغه افغان کډوال وايي: «د دومره کلونو په تېرېدو بیا هم راغلل او زما مغازه یې راوتړله او وویل چې حق نه‌لرې مغازه دې پرانیزې، لاړ شئ، د چرګانو فارمونو، باغونو او د غواګانو فارمونو کې کار وکړئ.»

د نصرالله په وینا، کلونه کېږي چې ایران کې قانوني ژوند کوي، خو اوس ورته د ازاد کار اجازه نه ورکول کېږي.

یو بل افغان ولید چې د ایران په فارس ښار کې ژوند کوي، وايي، هغه افغان کډوال چې قانوني اسناد لري هم په بېلابېلو پلمو نیول کېږي.

هغه وویل: «د فارس ولایت مسوولانو ناقانوني پرېکړه کړې، کډوال یې د فراري مجرم په توګه نیولي او کمپونو ته لېږدولي او له ټولو یې کتبي ژمن‌لیک اخیستی که له دې وروسته یې هټیو کې کار وکړ، درنه جریمه به ورکوي.»

یو‌شمېر هغه افغان کډوال چې په ناقانونه توګه ایران کې ژوند کوي، وايي، په پټه توګه کار کوي چې ډېری وخت یې د کار څښتنان حقوق هم نه ورکوي.

افغان کډوال عارف چې د ایران اصفهان ښار کې ژوند کوي، وايي چې دغه هېواد کې د افغان کډوالو وضعیت ناوړه دی او په وینا یې، حتا نشي کولای نانوايي ته لاړ شي.

په همدې حال کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولان بیا وايي، له ایراني لوري یې غوښتنه کړې چې د افغان کډوالو مسله دې نه‌ سیاسي کوي.

د یاد وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني سلام‌وطندار ته وویل چې د تېرې یوې میاشتې پر مهال ایران له دغه هېواده ۱۴زره افغان کډوال په جبري توګه بېرته افغانستان ته ستانه کړې دي.

هغه وویل: «یوه میاشت کې له ایران څخه څه باندې ۲۶زره افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه کړل شوي له ډلې یې ۱۲زره په خپله خوښه او پاتې یې په زور اېستل شوي دي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

یو‌شمېر هغه افغان کډوال چې له ایران بېرته افغانستان ته راستانه کړل شوي هېواد له خپل نامعلوم برخلیک شکایت کوي او وايي چې هېواد کې د وزګارتیا څپې خپرې دي او حکومت هم دې برخه کې د پام وړ ګامونه نه دي پورته کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام