Asset 1SWN

ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو کړاونه؛ «کډوالو ته به درانه کارونه ورکوئ»

kargar

پاکستان او ایران کې یو‌شمېر افغان کډوال وايي چې د یادو هېوادونو د پولیسو له وېرې له خپلو کورونو نشي وتلی او له بېلابېلو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

دغه افغان کډوال شکایت کوي چې ورځنۍ چارې یې له دې امله ټکنۍ دي چې د پولیسو له‌خوا د نیونې له وېرې له خپلو کورونو بهر نشي وتلی.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د پاکستان پلازمېنې اسلام‌اباد کې افغان کډواله ثریا سلام‌وطندار ته وايي چې دغه هېواد کې له مخ اقتصادي ستونزو سربېره یې پولیسو د کډوالۍ ژوند له کړاوه ډک کړی دی.

نوموړې وویل: «له بده‌مرغه چې هره ورځ نیونې ډېرېږي، د پاکستان ډېری زندانونو کې لا هم افغانان بندیان دي. سخته ده، موږ په ډېرې سختۍ خپل ژوند تېروو، هرې خوا ته چې لاړ شو، پولیسو مو نیسي او موږ سخت کړاو کې یوو.»

پاکستان کې یوه بله افغان کډواله شمله مقصودي بیا د دغه هېواد له لوري د ویزو تمدید لوړ لګښت څخه شکایت لري او وايي، دوی یې توان نه‌‌لري.

هغې وویل: «خاوند او اولادونه مې ډېر په سختۍ کار کوي. تېره ورځ مو ولیدل چې داسې مېرمنې یې بوتلې چې اولادونه یې دوه او درې کلن وو. ویزې لرونکي او بې‌ ویزې دواړه نیسي. وضعیت مو خراب دی. خوراکي توکي قیمته شوي.»

بل‌خوا ایران کې بیا یوشمېر افغان کډوال وايي، د یاد هېواد حکومت خپلو وګړو ته امر کړی چې افغان کډوالو ته به اسانه دندې او کار نه ورکوي.

دوی همداراز زیاتوي هغه کډوال چې له ایراني وګړو سره هوټلونو او هټيو کې کار کوي، د دغه هېواد پولیس یې نیسي او کارځایونه یې د جریمې په توګه تړلي.

ایران کې یوه افغان کډوال حامد نوري وویل: «دلته یوازې کډوالو ته درانه کارونه پیدا کېږي او ډېر کم دي. لکه دهقاني، مالداري، ساتونکي په توګه او چوپاني داسې کار پیدا کېږي او هغه کارونه چې د ښار دننه دي افغانانو ته اجازه نه ورکول کېږي.»

ایران او پاکستان کې مېشت افغان کډوال له ا.ا غواړي چې یادو هېوادونو کې د دوی ستونزو هواري لپاره حل لارې ولټوي او دا موضوع په جدي توګه وڅېړي.

د سلام‌وطندار خبریال د یاد راپور لیکلو پرمهال هڅه وکړه چې د ا.ا او اړوند ادارو د مسوولانو نظر هم له ځان سره ولري، خو له پرله‌پسې هڅو سره سره بیا هم بریالی نه‌شو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو هواري په موخه په وار وار د افغانستان، پاکستان او ایران د حکومتونو ترمنځ غونډې شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام