Asset 1SWN

لوګر کې یوشمېر وسلې او مهمات نیول شوي

213fee1f-8b69-4426-a076-0bfa273ced26

لوګر کې د ۲۰۳ منصوري قولي اردو چارواکي وایي چې د کشفي او استخباراتي راپورونو له مخې، امنیتي ځواکونو په څرخ، بره‌کي برک او ازرې ولسوالیو کې عملیات کړي او یوشمېر وسلې او مهمات یې نیولي دي.

د ۲۰۳ منصوري قولي اردو د څلورمې پلې لېوا ویاند نوروز ځلاند سلام‌وطندار ته وویل، امنیتي ځواکونو دد غه عملیاتو پر مهال دوه میله کلاشينکوف، د سپکو او درنو وسلو مهمات، لاسي بمونه او لسګونه کلوګرامه چاودېدونکي توکي نیول شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه همدارنګه زیاته کړه، د یادو وسلو په تړاو یو کس نیول شوي او له نوموړي څخه د امنیتي ځواکونو پلتڼې روانې دي.

د نوموړي په وینا، یادې وسلې او مهمات په غیرې قانونې توګه په کورونو کې ساتل شوې وې چې د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دغه وسلې داسې مهال نیول کېږي چې له دې وړاندې په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو له‌خوا د عملیاتو په پایله کې وسلې او نظامي مهمات نیول شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام