Asset 1SWN

خوست کې د دوو میاشتو پرمهال ۱۰۰میله وسلې نیول شوي

۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

په خوست کې د تېرو دوو مياشتو پرمهال د امنیتي ځواکونو له‌خوا ۱۰۰ میله سپکې او درنې وسلې نیول شوي دي.

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو امر امرالله هلال سلام‌وطندار ته وايي، دغه وسلې د تېرو دوو مياشتو پرمهال په مرکز او یوشمېر ولسوالیو کې نیول شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هلال زیاته کړه، د يادو وسلو او مهماتو په تړاو تراوسه څوک نه‌دي نيول شوي، خو امنيتي ځواکونه یې د نیولو هڅه کوي.

نوموړي وويل يادې وسلې د خوست ولايت د استخباراتو رياست له‌خوا نيول شوي دي.

په نیول شویو وسلو کې ۶۰ کلاشينکوفه، ۶ ميله اېم۱۶، څلور ميله پيکا، درې ميله راکټ، ۳۵ ميله توپانچې، یو ميل دهشکه، ۱۳ فايره د راکټ مرمۍ او یوشمېر نور مهمات په‌کې شامل دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادونې ده چې له دې وړاندې هم په خوست کې د استخباراتو ریاست او امنیه قومنداني له لوري وخت ناوخت غیر قانوني وسلې نیول شوي او د ډایاګ پروسې ته سپارل شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام