Asset 1SWN

‏خوست کې ۳۰ میله بېلابېلې وسلې او مهمات نیول شوي

۶۵

د خوست امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې یې ۳۰ میله بېلابېلې وسلې او مهمات نیولي دي.

د خوست د امنیې قومنداني مطبوعاتي دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه وسلې او مهمات د تروریزم ضد مدیریت منسوبینو له لوري کشف او نیول شوي دي.

د خبرپاڼه له مخې نیول شوې وسلې او مهمات د عملیاتو په لړ کې ترلاسه شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په نیول شویو مهماتو کې ۳۰ میله وسلې، د کلاشینکوف او پیکا مرمۍ، څلور دانې شپني دوربینونه او یوه اندازه نور مهمات او پوځي تجهیزات شامل دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د یادو وسلو په تړاو ۲۲ کسان هم نیولي شوي چې دوسیې یې بشپړې او د نورو اجراتو په موخه اړونده ارګانونو ته سپارل شوي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو په ځانګړې توګه د هېواد په بندرونو او ګمرکونو ګاونډیو هېوادونو ته د لېږد پر مهال ګڼ‌شمېر وسلې او مهمات نیول شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام