د هندي پوځ یوه جنرال ویلي، د امریکا د پوځ وسلې او د څارنې دستګاوې چې افغانستان کې یې ور څخه استفاده کوله، له هغو ترهګرو څخه نیولي چې غوښتل یې کشمیر ته ننوځي.

د هند د پوځ جنرال اجې چاندپوریا له یوه هندي خبري اژانس سره په یوې مرکه کې ویلي چې دغه وسلې او مهمات یې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې له ترهګرو څخه ترلاسه کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي زیاته کړې، ترلاسه شوې وسلې د امریکايي پوځیانو دي چې په افغانستان کې یې ورڅخه ګټه اخیستله.

نوموړي همداراز ویلي چې کله امریکا له افغانستان څخه وتله، نو شاوخوا ۶۰۰ زره سپکې او پرمختللې وسلې او څو زره هغه تجهیزات چې د شپې له‌خوا د لیدو لپاره کارول کېږي، په دغه هېواد ترې پاتې شوي دي.

د هند د پوځ دغه جنرال د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې د امریکايي ځواکونو یاد پوځي تجهیزات د پاکستان له لارې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر ته لېږدول شوي.

د هغه په وینا، د کشمیت دره کې له ۱۵۰ تر ۲۰۰  روزل شوي ترهګر اوس هم فعال دي چې له ۴۰ تر ۴۵ سلنه یې پاکستانیان دي.

چندرپوریا زیاته کړې چې د هند د امنیتي بنسټونو د معلوماتو پربنسټ، د جګړه مارا ترمنځ افغان ژبي کسان هم موجود دي. د نوموړي د څرګندونو په وینا، اوس مهال سلګونه افغاني سیمکارتونه د هند تر کنټرول لاندې د کشمیر په سرحدي سیمو کې فعال دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هند داسې مهال په کشمیر کې د امریکايي وسلو له کشف څخه خبر ورکوي چې د ترهګرو ډلو لاس ته د دې وسلو د تلو په اندېښنې زیاتې شوې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام