د هند د بهرنیو چارو وزیر: پاکستان نړیوال تروریزم کې ښکېل دی
د هند د بهرنیو چارو وزیر «اېسجې شنکر» د روانې اوونۍ د شنبې پر ورځ د دغه هېواد په وډوډارا ښار کې د یوې غونډې پرمهال ویلي چې پاکستان په نړیواله ترهګرۍ کې لاس لري.
د هند د بهرنیو چارو وزیر «اېسجې شنکر» د روانې اوونۍ د شنبې پر ورځ د دغه هېواد په وډوډارا ښار کې د یوې غونډې پرمهال ویلي چې پاکستان په نړیواله ترهګرۍ کې لاس لري.
پخواني ولسمشر حامد کرزي په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې د ترهګرو ډلو ځالې له لسیزو راهیسې پاکستان کې دي.
د پاکستان لومړي وزیر پرون د ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې د وینا پرمهال ویلي و چې افغانستان کې ترهګرې ډلې فعالیت لري او دغه هېواد یې په مرکز بدل شوی دی.
د سپینې ماڼۍ پخوانی سلاکار جان بولټن له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، نړۍ باید پر افغانستان د اسلامي امارت تر بیا ولکې وروسته یاد هېواد ته د ترهګرو ډلو د ورتلو څخه اندېښنه ولري. په همدې حال کې د پوځي چارو شنونکي د امریکا د ملي امنیت د پخواني سلاکار جان بولټن څرګندونې د اسلامي امارت پر وړاندې تبلیغات بولي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن د جمعې په ورځ د کابل هوايي ډګر ته نږدې شوې چاودنه کې د ۱۳ امریکايي سرتېرو د وژل کېدو په یادغونډه کې د وینا پر مهال ویلي، افغانستان کې د سرتېرو له موجودیت پرته هم ترهګر څاري او هغوی چې امریکا ته د زیان رسولو هڅه کوي، په هر ځای کې به یې ښکار وګرځوي.
د هندي پوځ یوه جنرال ویلي، د امریکا د پوځ وسلې او د څارنې دستګاوې چې افغانستان کې یې ور څخه استفاده کوله، له هغو ترهګرو څخه نیولي چې غوښتل یې کشمیر ته ننوځي. نوموړي زیاته کړې، ترلاسه شوې وسلې د امریکايي پوځیانو دي چې په افغانستان کې یې ورڅخه ګټه اخیستله.
د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي، له افغانستان څخه بهر د ترهګرۍ پراختیا د دې ښکارندوينه کوي چې ترهګر د واک له تشې څخه په ګټه اخیستنه کې مهارت لري. ګوترېش دغه څرګندونې پرون د مونیخ امنیتي ناستې په پرانیسته کې کړې دي. ګوترېش همداراز د نړیوالې ترهګرۍ له ګواښ څخه هم اندېښنه څرګنده کړې ده.
ولسمشر غني چې نن د ملي شورا یوې فوق العاده غونډې ته وینا کوله وویل، افغانستان باندې تېری شوی او په هېواد کې روانه جګړه پر افغانانو تحمیل شوې او د تېرې کوونکو پر وړاندې درېدل د ټولو ملي وجیبه ده. ذبیحالله مجاهد بیا ویلي، افغانان ملي خاینان څاري او د عدالت مېز ته به یې راولي او د ناسمو تورونو لګول به د ولسمشر غني د حکومت عمر را لنډ کړي.
په سیاسي او امنیتي چارو کې د ولسمشر سلاکار او د افغانستان د خلکو اسلامي وحدت ګوند رییس محمد محقق وايي، نړیواله ټولنه باید اجازه ور نه کړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پر خوندي ځاله بدل شي.
نوموړي دا څرګندونې نن د داوود داوود او شاهجهان نوري د لسم تلین په نمانځغونډه کې وکړې.
د ولسمشر لومړی مرستيال امرالله صالح وايي، د وروستيو ترهګريزو پېښو څېړنه ښيي چې کابل کې پر موټرسايکل ۹۰ سلنه جوړه سپاره کسان ترهګر دي.
صالح وايي، له دې وروسته به بېاسناده موټرسایکلونه نیول کېږي او هغو موټر سایکلونو ته چې پرې دوه کسان سپاره وي، د تروریستي ګواښ په نظر کتل کېږي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون