د امریکا ولسمشر جو بایډن د جمعې په ورځ د کابل هوايي ډګر ته نږدې شوې چاودنه کې د ۱۳ امریکايي سرتېرو د وژل کېدو په یادغونډه کې د وینا پر مهال ویلي، افغانستان کې د سرتېرو له موجودیت پرته هم ترهګر څاري او هغوی چې امریکا ته د زیان رسولو هڅه کوي، په هر ځای کې به یې ښکار وګرځوي.

د امریکا ولسمشر ویلي، افغانستان کې د زرګونو سرتېرو له ساتل کېدو پرته چې ګواښونو سره هم مخ وو، لا به هم په دغه هېواد کې پر ترهګریزو ګواښونو خپل فشار وساتي. هغه زیاته کړې: «له ترهګریزو ګواښونو سره مبارزه دوام لري. له دې پرته چې افغانستان کې زرګونه سرتېري له ګواښ سره مخ کړو.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

یو کال وړاندې د اګېسټ په ۲۶مه له هغه وروسته چې اسلامي امارت کابل په واک کې واخیست او زرګونه افغانان د هېواد پرېښودو په موخه د کابل هوايي ډګر ته ورټول وو، دغه ډګر ته نږدې چاودنه وشوه. د راپورونو له مخې، په دې چاودنه کې ۱۷۰ افغانان او ۱۳ امریکايي سرتېري ووژل شول.

د دغه برید مسوولیت هماغه مهال د اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) پر غاړه واخیست.

د امریکا ولسمشر داسې مهال افغانستان کې د «ترهګرو» د ښکار خبره کوي چې د روانې اګېسټ میاشتې په لومړۍ نېټه اعلان وکړ چې د کابل په وزیراکبرخان کې یې د القاعده شبکې مشر ایمن‌الظواهري د ډرون په وسیله په نښه او وژلی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام