د امريکا ولسمشر جو بايډن ویلي چې دغه هېواد د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د القاعده شبکې مشر ايمن الظواهري په يوه دقيق بريد کې وژلى دى. دا برید په ۲۰۱۱ کال کې د اسامه بن لادن له وژل‌کېدو راهیسې دغې ډلې ته تر ټولو لوی ګوزار ګڼل کېږي.

الظواهري چې یو مصری ډاکټر و او امریکا یې پر سر ۲۵ میلیونه ډالر جایزه ایښې وه، د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو په طرحه او همغږۍ کې لاس درلود. په دغه برید کې شاوخوا درې زره کسان وژل شوي وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یوه امریکايي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې الظواهري د یکشنبې پر سهار هغه مهال د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو چې نوموړی په کابل کې د خپل کور په بالکین کې ولاړ و.

بایډن وویل: «عدالت ټينګ شو او دا ترهګر مشر نور شتون نه‌لري. مهمه نه ده چې څومره وخت یې واخیست، مهمه نه ده چې هغه چېرې پټ شوی و. که تاسو زموږ خلکو ته ګواښ یاست، امریکا به تاسو پیدا کړي او له‌منځه به مو یوسي.»

د امریکا ولسمشر زیاته کړه چې د دغه برید امر یې په خپله ورکړی او په پایله کې یې هېڅ ملکیانو ته مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې. په کابل کې د اسلامي امارت درېیو ویاندانو د الظواهري د مړینې په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

په ورته مهال د دوشنبې پر ورځ د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد د یکشنبې ورځې برید تایید کړ او په کلکه یې وغانده. هغه دا برید له «نړیوالو اصولو» سرغړونه بللې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع‌ ټکور ویلي چې د روانۍ اوونۍ د یکشنبې پر ورځ د کابل په شېرپور سیمه کې پر یوه کور توغندی لګېدلی چې په وینا یې، چا ته په‌کې مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د پلازمېنې کابل شېرپور سیمه یوه ډيپلوماټيکه ساحه ده چې د یوشمېر هېوادونو سفارت‌خونې هم په‌کې شتون لري. د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې چې دغه توغندی د هستوګنې په یوه تش کور لګېدلی او له همدې امله مرګ‌ژوبله نه لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام