Asset 1SWN

د کابل ښار اتمه ناحيه کې يو څارنوال ووژل شو

کابل-ozskat13u6i0t4zeglhpz86pp2orgnhgjiywey8dqs

 

د کابل امنيې قومندانۍ تاييدوي چې نن سهار « يکشنبه، د ليندۍ ۲۳مه» د کابل ښار اتمه ناحيه کې ناپېژاندو وسله‌والو يو څارنوال وژلی دی.

د یادې قومندانۍ وياند فردوس فرامرز وايي، دغه څارنوال «حبیب‌الله» نومېده.

د نوموړي په وينا، دغه څارنوال نن سهار شاخوا ۸ بجې او ۲۰ دقيقې د کابل کارته‌نو سيمه کې ووژل شو.

فرامرز زياتوي، د پېښې په اړه د پوليسو پلټنې پيل شوې دي.

تر اوسه پورې کوم شخص يا ډلې د پېښې مسووليت نه دی منلی.

دې سره د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پر فېسبوک پاڼه ليکلي، امنیتي ځواکونو هغه کس نیولی چې غوښتل یې پر لویې څارنوالۍ د برید لپاره د دغې ودانۍ د شاوخوا ارزونه وکړي.

د نوموړي په وینا، نیول شوی کس د وسله‌والو طالبانو غړیتوب لري او په تړاو به یې نور جزییات راتلونکيو څو ورځو کې خپاره شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام