Asset 1SWN

د پاکستاني پلاوي الوتکه د کابل پر ځای، اسلام‌اباد کې ښکته شوې

unnamed

په داسې حال کې چې د ولسې جرګې رییس او د دې جرګې یوشمېر غړي د پاکستان د پارلمان مشر اسد قیصر په مشري یوه پلاوي ته د هرکلي په موخه د حامد کرزي هوایي ډګر ته ورغلي وو، خو د پلاوي الوتکه په یاد هوايي ډګر کې د امنیتي ستونزې له کبله بېرته ګرځېدلې ده.

د ولسي جرګې د دارالانشا رییس عبدالقادر ځاځي له سلام‌وطندار سره په مرکه کې بېرته اسلام‌اباد ته د یاد پلاوي ګرځېدل تایید کړي او په وینا یې، د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني له اسد قیصر سره ټیلیفوني خبرې کړي او ډېر ژر یې پر بیا راتګ ټينګار شوی دی.

د هغه په خبره، د ملي دفاع وزارت اړوند ډلې په هوایی ډګر کې څه موده وړاندې د الوتکو د ځغاستې ځای ته څېرمه د چورلکو د ناستې لپاره کیندنې کړې وې او ځینې چاودېدونکي توکي ترې پاتې شوي وو. ځاځی زیاتوي، بهرنیانو پر موضوع له خبرېدو وروسته د خلکو د امنیت خوندیتوب په موخه یادو توکو ته چاودنه ورکړې او همدا لامل و چې د پاکستان د پارلماني پلاوي الوتکه بېرته اسلام‌اباد ته ستنه شوه. نوموړی وايي، یوازې د پاکستاني پلاوي نه، بلکې څو نورې الوتنې هم لغوه شوې دي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني په هوايي ډګر کې خبریالانو ته وویل چې د افغانستان ته د پاکستان پارلماني پلاوي د راتګ موخه د پارلماني اړیکو ټینګښت، د افغانانو او پاکستانیانو د اړیکو نږدېوالی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا وه.

د یادونی ده چې څه موده وړاندې د میررحمان رحماني په مشري د افغان ولسي جرګې یو پلاوی د پاکستان د پارلمان په بلنه هغه هېواد ته سفر کړی و او هلته یې د سولې تر څنګ، پر ځینو نورو مسایلو خبرې اترې کړې وې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام