Asset 1SWN

د پاکستان لومړی وزير او ورسره پلاوی يې کابل ته راورسېد

Imran-Khan-1-oymvu0vlfbljb1dfj1ncjo9r9aj457lrla1iofgcd0

 

 د پاکستان لومړی وزير عمران خان نن مخکې له غرمې کابل ته راورسېد او ټاکل شوې له ولسمشر غني او يو شمېر نورو افغان چاوراکيو سره ليده کاته وکړي.

د عمران خان به په دې سفر کې له ولسمشر غني سره د افغان سولې پروسې، سوداګرۍ، اقتصادي پراختیا او دوه اړخیزه اړیکو او سیمه ییزو مسایلو په اړه خبرې وکړي.

شاه‌محمود قریشي او يو شمېر نور لوړ پوړي پاکستاني چارواکي له عمران خان سره په دې سفر کې ملګري دي.

له ۲۰۱۸ کال وروسته له کومه چې عمران خان د پاکستان لومړی وزير ټاکل شوی لومړی سفر دی چې کابل ته یې کوي.

نوموړی یو له هغو سياستمدارانو شمېرل کېږي چې په ځلونو يې ویلي چې د افغانستان بحران نظامي حل لار نه لري.

د عمران خان سفر د ولسمشر غني په رسمي بلنه شوی دی. ارګ تر اوسه پورې د سفر په اړه جزيات نه دي ورکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام