Asset 1SWN

سلام وطندار

ولسمشر ته د سيما سمر کنايه؛ د دوسيې له نه جوړولو مو مننه!

seema-samar-p052gr9p0x84s2xo37i8l7mvofm8nuzjnjcghbi9w4

 

جمهوري رياست تېره ورځ د بشري حقونو او نړیوالو اړيکو په چارو کې د دولت وزیره سیما سمر له دندې ګوښه کړه.

سيما سمر نن پر خپله ټوېټرپاڼه له ولسمشره د ګوښه کېدو په اړه مننه کړې او ويلي يې دي چې بايد يو نيم کاله وړاندې له دندې ګوښه کړل شوې وای.

د نوموړې په ټوېټ کې په کنايي ډول راغلي:« لږ تر لږه خو يې دوسيه راته جوړه نه‌کړه او څارنوالۍ/ محکمې ته يې معرفي نه‌کړم، له دې کبله مننه کوم.»

سیما سمر تېر کال پر ياد بست ګمارل شوې وه؛ خو ويلي يې دي چې په دومره موده کې يې دفتر معلوم نه و او همکارانو يې پرخپلو شخصي امکاناتو فعاليت کاوه.

تر اوسه پورې د سيما سمر د ګوښه کېدو لامل نه دی معلوم او ارګ هم تر اوسه پورې په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

نوموړې له دې وړاندې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون رییسه وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام