ولسمشر ته د سيما سمر کنايه؛ د دوسيې له نه جوړولو مو مننه!

جمهوري رياست تېره ورځ د بشري حقونو او نړیوالو اړيکو په چارو کې د دولت وزیره سیما سمر له دندې ګوښه کړه.

سيما سمر نن پر خپله ټوېټرپاڼه له ولسمشره د ګوښه کېدو په اړه مننه کړې او ويلي يې دي چې بايد يو نيم کاله وړاندې له دندې ګوښه کړل شوې وای.

سیما سمر له دندې ګوښه شوه

د بشري حقونو او نړیوالو اړيکو په چارو کې د دولت وزیره سیما سمر د دغه بنسټ د ټولو تشکيلاتو د لغوې خبر ورکوي.

نوموړې سلام‌وطندار سره خبرو کې وایي، د بشري حقونو او نړیوالو اړیکو په چارو کې د دولت وزارت د لغوه کېدو په هکله له دې سره هېڅ مشوره نه ده شوې او پوهېږي هم نه چې حکومت ولې دغه پرېکړه کړې ده.